د فراه مرکز اړوند د یوه ښوونځي سل نجونې زدکوونکې مسمومې شوي

کابل ټکی کام ۰۴غویي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د چهارباغ د منځني ښوونځي ۱۰۰ نجونې زدکوونکې مسمومې شوي دي.
دغه نجونې چې د نجونو په ځانګړي ښوونځي کې یې درس ویلو، له مسموم کېدو وروسته روغتون ته استول شوي دي.
د فراه ولایت د روغتیا مسئولین وايي، چې تراوسه یې روغتون ته سل نجونې زدکوونکې وروړل شوي دي.
د روغتیا د مسئولینو له قوله چې د درو نجونو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د دغو نجونو د مسموم کېدو د لامل په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي.
لومړني معلومات ښيي، چې دغه نجونې ښایي د ګاز له کبله مسمومې شوي وي.
باید ووایو، چې په روان کال کې د مسموم کېدو دغه لومړۍ پېښه ده.
د یادولو ده، چې تېر کال په هرات، بامیان، بدخشان، کابل او نورو ولایتونو کې څو ځله د نجونو د مسموم کېدو پېښې رامنځته شوې وې، مګر د هغوی لامل څرګند نه شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button