دولت ولي دملکيانو دوژني درواغجنې ادعاوې کوي؟؟؟

 

لیکنه : فاتح فاتح سرګردان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 دايو معمول دى چې کله په دوو متقابلو اړخونو کى يو اړخ کمزورى شي نو ددې لپاره چې خلک ورته کمزوى ونه وايي هرومرو يو دليل ځان ته پيداکوي؛چې دګوته نيوونکو دفاع له ځانه وکړي؛  داچې دګډ دوسري حکومت وروستۍ سلګۍ دي نو همېشه طالبان په يوه اوبل درواغ تورنوي؛ دعوامو وژنه، دمکاتبو سوځل، دپلونو اولويو لارو نړول او خرابول، روغتيايي مرکزونه تړل، او بالآ خره ټول وحشت او ظلم دطالبانو مقصد اوکار کرده ګي بولي؛ دهيواد  99فيصده رسنۍ يې په واک کې دي اوپه پوره توان سره دطالبانو ضد قسماقسم درواغ جوړوي اوخپروي؛ په مکتبونو؛ مٶسساتو، پوهنتونونو، او ادبي اوفرهنګي محفلونو کې يې غرب پلوه او ځان پلورونکې استادان، مديران، اوشاعران تقسيم کړي او ورسره ترڅنګ يې په زرګونو جاسوسان په ښارونو کليو او دهيواد په هره برخه کې په پلټنه ګمارلي دي چې که کوم عقيدوي مسلمان کس ددولت بدې بيانوي جاسوسان به يې ډېر ژر دزندان تر پنجرو رسوي ترڅو په محل کې دغولول شويو دماغونو تصفيه ونکړي او غافل زړونه ويښ نشي

دکابل تيري پيښي ته په کتلو سره چې دولت سخت پکې وځپل شو او مهم کارمندان يې پکې ووژل شول، بايد ووايو چې ملکي تلفات بيخي له صفر سره برابر ول،

خو بياهم دولت دزياتو عوامو دوژني مکرري ادعاوي وکړې اولاهم په ټولو رسنيوکې ددغه بريد سختي غندني رواني دي؛ دولت غواړي په دغسي بېځايه او درواغجنو ادعاوو سره لاندې مقاصد تر لاسه کړي :

  • د هغه خلکو ملاتړ ترلاسه کړي کوم چې ددوى په تبليغاتي جګړه کې ښکېل شوي دي .
  • نړيوالوته طالبان يوه وحشت انګېزه ډله وښيي
  • دخپلي کمزورۍ په اړه دنړيوالو سٶال ته دليل پيداکړي
  • اودهغه اولس په زړونوکې چې په ټول هيواد خصوصاً کابل کې دطالب ملاتړى دى طالبان منفور کړي؛ خودوى بايد پوه شي چې هغه اولس چې دوى به ورباندي تلتکونه غورځول اوس د ملا صاحب په آذان راويښ شوى دى،اوپه دې څوارلس کلونو کې هغه څه ورته روښان شول چې مخکې پرې نه  پوهېدى .

 اوس همغه پخواني حالات نه دي؛ په لر اوبرمنطقو کې ورته دطالب او دولت مقاصد، ګذاره، خدمات، وطن دوستي؛ اسلام پالي؛ او اولس پالنه ډېره ښه تجربه شول، هرڅه يې دسرپه سترګو وليدل اودهر نظام څکه يې وکتل، دغه درواغجني ادعاوي ددې پرځاى چې اولس له طالب څخه جلاکړي نورهم اولس ته ددولت دوه مخي،خيانت،او دښمني جوتوي، ددولت دبقاء لار دانه ده بلکه دولت نوربايد له تيرو څوارلسو کلونو نه څه زده کړي اوله دغي سرتمبګۍ نه لاس پرسر شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button