د جهاد فقهي مسائل (نهمه برخه)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)
(٤) تصميم نيول او توکل کول
خداى تعالى خپل پيغمبر عليه السلام ته فرمايي)واذ ا عزمت فتوکل على الله(
ژباړه: کله چې تا دکوم کار د پاره تصميم ونيوه بيا په خپل خداى جل جلاله باندې توکل وکړه، د (مجاهد) لپاره تصميم نيول او توکل کول دوه هغه مهم عناصر دي چې د هغه په کاميابي او ناکامي کې مهم رول لوبوي، له تصميم پرته هيڅوک نشي کولاى ترڅو خپل کارته عملي جامه ور واغوندي او پرخداى جل جلاله باندې له توکل پرته نشي کولاى خپل امور پر مخ بوځي، توکل د مومن صفت دى، لکه په بل ځاى کې خداى تعالى فرمايي (وعلى الله فليتوکل المؤمنون) پر خداى تعالى باندې مؤمنان توکل کوي، توکل په مؤمن کې خود اعتمادي پيدا کوي او دا ثابتوي چې د هرکار د خير او شر، ښو او بدو، لوږى او مړښت، د ژوند او مرګ فيصله له الله جل جلاله سره ده او هغه چې څنکه وغواړي همغه شان کوي، په بل ځاى کې الله جل جلاله فرمايي)قل لن يصيبنا اﻻ ما کتب الله لنا هو مولنا وعلى الله فليتوکل المؤمنون( ورته ووايه اې پيغمبره عليه السلام چې نه رسيږي مونږ ته هيڅ هم پرته له هغه چې خداى جل جلاله مقررکړي وي مونږ لره او په خداى تعالى باندې توکل کوئ مؤمنانو، د خداى جل جلاله د لارې سرښندونکو ته لازمه ده چې دغه صفت هم په ځان کې پيدا کړي.



