د پکتیا سید کرم ولسوالۍ کې افغان عسکرو یو ښوونکی وژلی

کابل ټکی کام ۰۵غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې ځايي عسکرو یو بې ګناه ښوونکی وژلی دی.
د پکتیا ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې ځایي عسکرو یو بې ګناه ښوونکی وژلی دی.
ځايي سرچینې وایي، دغه ښوونکی چې خیالي مرجان نومېدو، په مسک کارېز ښوونځي کې یې تدریس کولو.
سرچینې زیاتوي، چې خیالي مرجان نه له کومې سیاسي ډلې سره تړاو درلود، او نه هم په بل کوم جرم تورن وو.
باید ووایو، چې د نوي کال (۱۳۹۵ هـ.ش) له پیل څخه افغان عسکر د ملکي وګړو پر کورونو چاپې وهي، هغوی وژني، او کورونه یې لوټي.
د بېلګې په توګه د غویي په لومړۍ نېټه د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې افغان عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه ترسره کړل، چې د یوې کورنۍ ۲ مېرمنې یې ووژلې، او ۶ نورې مېرمنې یې ټپيانې کړې.



