ملي يووالي حکومت ، د هېواد د جوړونې پر ځای د ورانولو اراده وکړه

« سرليکنه »
تر اوسه چې ، په هېواد کې د امنيتي ستونزو يا د جګړې د له منځه وړلو لپاره کومې هلې ځلې ترسره شوي ولس خو د تل لپاره د سولې او په هېواد کې د امن را وستلو غږ پورته کړی دی ؛ خو دولت هم د سولې هڅې کولې او ويل به يې چې جګړه د هېواد د روان بحران د له منځه وړلو لاره نه ده ؛ بايد د تلپاتې سولې لاره غوره شي.
په دې وروستيو کې چې د څلورو هېوادونو ؛ امريکا ، چين ، افغانستان او پاکستان د نماينده ګانو او يا استازو لخوا د افغانستان د مسئلې د حل لپاره څلور اړخيزه کميټه په څلورو غونډو کولو سره په کابل ، اسلام اباد کې جوړه شوه طالبانو ورسره د ناستې او مذاکراتو ترسره کولو موافقه نه ښودله ؛ خو دولت يا د ملي يووالي حکومت د سولې ليوالتيا ښودله ، چې ولس همدې ليوالتيا ته سترګې نيولې وې ، ويل به يې : که لږ څه دولت او طالبان زموږ ( ولس ) پر حال رحم وکړي زموږ د وژنو مخه ونيسي ؛ نو په خپلو کې به سوله وکړي.
د تېرو ۱۵کالو را په دېخوا جګړه راونه ده او بلې خوا د سولې هڅې د هېواد په د ننه ګاونډيو او سيمې د هېوادونو لخوا د ملګرو ملتونو په کاذب ملاتړ راونې دي ؛ خو چې سوله ونشوه دا يې د صداقت نه درلودل وو.
صداقت چې هر چا ونه کړ او په افغانستان کې جګړه نوره هم سخته شوه دا هر چاته څرګنده ده ؛ خو چې د طالبانو سره برابر د ملي يووالي حکومت هم د سولې د هڅو پر ځای د جګړې اعلان وکړ ؛ د ولس ټولې هيلې د خاورو سره خاورې شوې .
له دې خو دا څرګنده شوه ، چې د ملي يووالي حکومت خپله هم د سولې په کولو کې صادق نه و او نه يې د ولس لپاره د امن لاره غوره بلله.
موږ يواځي ملي يووالي حکومت ته د ولس سره د نه صداقت ګوته نه نيسو طالبان که د ولس لپاره سوله نه غواړي او په جګړه ټينګار کوي بيا خو طالبان هم د ولس دوستان نه دي او نه غواړي په افغانستان کې د نيولو ، وژنو او ورانيو مخه ونيول شي.
د ولس د سر او مال ساتنه د ملي يووالي د حکومت او طالبانو ګډه فريضه ده او تر دولته زيات طالبان مکلف دي چې د خپل مظلوم او جګړه ځپلي ولس لپاره د سولې او په افغانستان کې د وژنو بندولو لپاره زمينه برابره کړي.
په داسې حال کې ، چې ولس د جګړې په اور کې سوزي او د دوامداره سوزونې لپاره يې ولس دولت هم نوې ژمنه وکړه د دې ټولو وژنو او ويجاړونو مسؤليت د دواړو خواو پر اوږو پاتې کېږي.
دولت او طالبان بايد د بين الافغاني تفاهم له مخې خپلې ستونزې حل کړي او په هېواد کې د وينو د تويدلو مخه ونيسي ، اوس چې دولت هم د جګړې سره د جګړې لاره ونيوله ؛ معنی دا چې د ولت د سولې پر ځای د هېواد د ورانولو اراده وکړه.



