لیکوال: ص ـ صاحب زاده
هر انسان په خپل ژوند کې د آرامې، سکون،او اطمنان په لټه کې دی،تل غواړي چې د ژوندانه ټولې چارې یې په سمه توګه او د ارامۍ په فضا کې تیري کړي، اوبلاخره یو ښکلی ژوند ولري،
خو داچې څنګه ژوند ته ښکلا ورکړي، په دې کې ډیر خلک پاتې راغلې او د ژوند د ښکلا پر ځای یې د بدبختیو او بدرنګیو لاره خپله کړي،چې په پایله کې یې بې له بدرنګۍبل څه لاسته ندي راوړي،
داچې څنګه ژوند ښکلی کړو،په دې هکله یو څو لاملونه او اسباب یې دلته ستاسو مخې ته ږدم، الله تعالی دې وکړي چې د زړه تنده مو پرې ماته شي ،
۱ ـ خپل ځان او د ژوند ټولې چاري د شریعت مطابق جوړول پکار دي، ځان په شریعت برابرول د ژوند په ښکلا کې مهم رول لري، ځکه شریعت داسې یو دین دی چې هر شاخ یې ښکلي غوټۍ سپړلې، هره پاڼه یې له ښکلاو ډکه ده، بلکه د شریعت ونه ټوله زیب ناکه او خوشبو داره ده ،
نو دداسې ونې لاندې سیوري ته کښېناستل یا ډډه لګول انسان ته له ښکلا سربیره آرام او سکون هم ورپه برخه کوي، چې همدا د ژوند ښکلا بلل کیږي،
۲ ـ دشریعت له ټولو اوامرو منلو نه وروسته چې د ژوند په چارو کې ښکلا را منځ ته کوي هغه غوره او سپېڅلې اخلاق دي، ځکه اخلاق یو له سترو نعمتونو څخه یو نعمت دی چې الله پاک مونګ ته راکړي، اخلاق د ژوند په هر اړخیزه چارو کې مهم رول لري، هر ناممکن کار کې ماده دامکان پیداکوي، په ورین تندي خبري کول له بل ورور سره ژوند کې خوښې را مخ ته کوي،او همدا د خوښیو سبب وي چې د انسان په ژوند کې د ارامۍ او سوکالۍ ښکلې ښکلې چینې راخوټیږې او بهیږې، او همدې ته د ژوند ښکلا ویل کیږې،
۳ ـ حلال مال خوړل،
لکه څنګه چې ښه اخلاق د ژوند په ښکلا کې مهم رول لري، همدا شان حلال مال ګټل او خوړل هم ژوند ته ښکلا ورکوي، ځکه چې حلال مال سړی ته سکون قلبې ورکوي،او روح ورسره لکه د پسرلې هوا تازه کیږې، او بلاخره زړه او روح دواړه خوښ او پرسکونه شي چې په نتیجه کې یې ټول ژوند ښکلی ښکلی وګرځې،
۴ ـ د ژوند په چارو کې مشوره کول،
نیکه مشوره هم ډیر زیات د ژوند په ښکلاګانو کې اثر غورزوي، الله پاک خپلو بندګانو ته د مشوري امر کړی، ځکه مشوره کې ډیر خیر وي کله ناکله انسان په یو کار کې نابلده او زړه نازړه وي، د عاقبت په خیر او شر یې نه پوهیږې، نو داسې سړي ته پکار دی چې یو بل نیک ورور سره پرې مشور وکړي او هغه ته هم پکار دی چې ښه نیکه لاره ورته وښایې، تر څو دې ده او دملګري یې پکې خیر وي،
او پرې نږدې چې ژوند یې له بدبختیو او بدرنګیو سره مخ شي،او همدا له بدرنګیو ځان ساتل ښکلا ته ځان رسول ګڼل کیږې.


















