امریکا جنرال دوستم خپل هېواد ته ممنوع الدخول اعلان کړی

کابل ټکی کام ۰۷غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
امریکایي رسنیو د یو شمېر امریکایي او افغاني چارواکو له قوله لیکلي دي، امریکا په جنرال دوستم بندیز لګولی، چې هېواد ته به یې نه ورځي.
امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي دي، چې امریکایي چارواکو د ملي یووالي حکومت خبر کړی دی، تر څو د دغه حکومت لومړی مرستیال او پخوانی جنګسالار دوستم امریکا ته ورنه شي.
نیویارک ټایمز د ملي یووالي حکومت څخه پرده لرې کړې ده، چې دوی د امریکا دغه خبردارۍ پټ ساتلی وو، او د جنرال دوستم سفر یې په پټه لغوه کړی وو، تر څو د جنرال دوستم سپکاوی ونه شي.
باید ووایو، د طالبانو له لورې د کابل د سه شبنې برید وروسته دوستم وویل، چې دوی به د طالبانو پر خلاف له امریکا څخه مرستې وغواړي.
نیویارک ټایمز دوستم ته د اجازې د نه ورکولو لامل نه دی په ګوته کړی.
تراوسه پورې د ملي یووالي حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
جنرال دوستم ټول ملت ته معلوم شخص دی، چې په قومي جګړو کې خورا نوم لري، او د ملکي وګړو په وژنه کې هم لرغونی او اوسنۍ تاریخ لري.
د کارپوهانو له نظره چې جنرال دوستم امریکایانو ته د یوه غلام په څېر حیثیت لري، او خپله دوستم هم د امریکا تر چتر لاندې د غلامۍ ژوند کوي.
جنرال دوستم په یوه وینا کې ویلي وو، چې مونږ به له طالبانو څخه د خپلو «شهیدانو امریکایانو» انتقام اخلو، او له امریکا څخه یې د همدې انتقام اخیستلو له کبله غوښتنه کړې وه، چې له هېواد څخه یې ونه وځي.
د یادولو ده، چې جنرال دوستم په دشت لیلې کې ناویلي، ستر او له فحشا ډک کارونه او ظلمونه وکړل، او په زرګونه طالبان یې ووژل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button