طالبانو د اشرف غني د وروستۍ وینا په اړه خپل غبرګون وښود

کابل ټکی کام فرید احمد
طالبانو د اشرف غني د هغې وینا په اړه غبرګون ښودلی دی چې تېره ورځ (دوشنبه) یې پارلمان ته واوروله، د اشرف غني پدې وینا کې د طالبانو پر وړاندې تونده لهجه کاریدلې وه او بشري نړیوالو حقوقو ته هېڅ پاملرنه پکې نه وه شوې.
طالبانو په غبرګون کې ویلي دي چې افغانستان د امریکايانو لخوا اشغال شوی دی او ددوی په وینا چې په هېواد کې یې د کفر او اسلام جګړه روانه ده او دا چې د کفر له لوري د جګړې پرمخ وړونکي هغه افغاني اجیران دي چې اشرف غني او عبدالله یې په سر کې راوستل شوي دي.
طالبانو په خپل غبرګون کې د اسلام او صلیب تاریخ ته هم اشاره کړې او د افغانستان اوسنۍ جګړه یې د هغه ځنځير یوه کړۍ بللې ده.
په غبرګون کې همداشان د افغانستان د روانې جګړې حقوقي او شرعي حیثیت ته اشاره شوې ده، او ویل شوي دي چې روانه جګړه د اسلام او قرآني احکاماتو خلاف روانه شوې ده.
غبرګون وايي:
(د لوړ پس منظر په رڼا کې د افغانستان د روانې جګړې حقوقي او شرعي حیثیت، او د طرفینو د جایګاه څرنګوالی د لمر غوندې واضح دی. دا جګړه د اسلام، قرآن او مسلمانانو په خلاف د غربي کفر،بي دینۍ او قرآن دښمنه قوتونو یرغلیزه جګړه ده،د غرب د لومړني او منځني یرغل په وړاندې که د اسلامي امت په نمایندګۍ صلاح الدین ایوبي،عماد الدین زنګي،عز الدین قسام،عمر مختار، غازي اکبر خان ، میرمسجدي خان او ملامشک عالم ولاړ وو، نو د غربي امریکایي کفر د ننني بربنډ پوځي یرغل په وړاندې د مبارزې توغ ملا محمد عمر مجاهد، اختر محمد منصور او جلال الدین حقاني پورته کړی دی)
او همداشان په روانه جګړه کې يې د اشرف غني او عبدالله حالت له شاه شجاع او ببرک کارمل سره تشبیه کړی ده.
طالبان وايي چې د شریعت د حکم په بنسټ د دولت او چارواکو حکم کټ مټ داسې دی لکه د محاربو کفارو او له همدې امله یې ددوی جنګیالي دولتي چارواکي وژني او نظام یې له منځه وړي.
طالبانو پدې غبرګون کې ویلي دي چې امریکایان د خپلو فوځونو او خپلو افغاني ملګرو په واسطه (د اسلام په خلاف جګړه مخ ته بیایي، په هېواد کې بې دیني ترویجوي، سیکولرزم، فحشاء، بې حجابي، زنا، اختلاط، سود، قمار، ډمتوب او د کفارو رواجونه په افغانستان کې ترزیقوي او هېواد یې د دین اسلام پر ځای د لادینیت او ناخداباوري، د اسلامي نظام په ځای د ډيموکراسۍ، د بین الاسلامي اخوت په ځای د قومیت اوعصبیت او د اسلامي اخلاقو په ځای د لیبرالزم او بې بندوباري په آفاتو ملوث کوي.)
په بیان کې راغلي:
(د همدې مقصد لپاره یي د اشرف غني غوندې خپل طراحي شوی ګوډاګی د بربنډې مداخلې په توسط په دې هیواد مسلط کړ، د همدې لپاره یي په افغانستان کې په سلګونو چینلونه، ټولنې او پټې ادارې فعالې کړي دي چې شپه ورځ ددین او افغاني ارزښتونو د ځپلو لپاره کار کوي. متدین او د ږیرې او پګړۍ څښتنان افغانان زندانونو ته اچوي، متدین محصلین په شهادت رسوي، متدین د پوهنتون استادان او دمساجدو امامان محبسونو ته لیږي، په دیني اقدارو او شعائرو له مختلفو بهانو په استفاده ملنډې وهي او ټوله هڅه یي دا ده چې ددې اولس په نظر کې داسلام او دیندارۍ په نوم تر ټولو ارزښتمنه شتمني بې ارزښته کړي)
په بیان کې دولتي چارواکو ته د اخطار په شکل خبردارۍ ورکړل شویدی چې د هېواد په هر کونج کې به یې په خلاف جهاد جاري وي .
(تاسو چې د مسلمان اولس له ځپلو نه یاست ستړي، موږ هم د خپل متدین اولس له دفاع ستومانه نه یو، تاسو چې د امریکایي فرعونیت له مزدورۍ نه یاست پښیمانه، موږ هم د الله تعالی په امر د کفارو په وړاندې قتال جهاد او مقدس جنګ بولو. تاسو چې د طاغوت په لاره کې جګړې ته له ځانه دلائل جوړوئ زموږ په لاس کې ثابت قرآن او صریح نبوي احادیث دی چې د کفر په وړاندې مقابلې ته دوړاندې کیدلو امر راته کوي او قتال فی سبیل الله راته د اسلام تر ټولو هسک رکن تعریفوي)
طالبانو د غبرګون په آخر کې دولت ته د غلامۍ پيغور ورکړی دی او وریاده کړې يې ده چې داسې ورځ رانږدې ده چې په مجالسو کې به ټيټې سترګې ناست وي او له شرم څخه به پورته نشي کتلای..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button