افغان دولت: طالبانو په بغلان کې له جګړې پرته پوځي مرکزونه نیولي دي

کابل ټکی کام ۳۰وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د بغلان ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت یو شمېر پوځي مرکزونه پرته له جګړې څخه طالب وسلوالو ته لاسته ورغلي دي.

دوی وايي چې ملي اردو، ملی پولیسو او د نظم عامه ځواکونو په ابقول کلي کې دا مرکز ۲ ورځې وړاندې خالي کړی وو.

د مرکزي بغلان د قمندان سمونوال برهان الدین زاهد له قوله چې طالب وسلوالو تېره شپه دا مرکز سوزولی دی، خو امنیتي ځواکونو ټول وسایل او نور ګڼ شمېر وسایل محفوظ ځای ته لېږدولي وو.

ده زیاته کړه چې یواځې له رېګونو څخه ډک امنیتي بورجونه او لرګي یې سوځولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button