کابل ټکی کام ۳۰وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د نیمروز ولایت له چهار برجک ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې پرون ماسپښین ۲بجې د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالب وسلوالو د غلو په دوو موټرو برید وکړ.
د برید په نتیجه کې ۶تنه غله ووژل شول، او ۲موټرونه او نور ګڼ شمېر وسایل یې طالب سلوالو ته لاسته ورغلل.
د ځایي خلکو پر وینا چې دغو غلو د دوی د مالونو او نورو وسایلو په چور کولو کې لوی لاس درلود.
دوی وايي چې طالب وسلوالو له غلو څخه هغه وسایل نیولي دي، کوم چې یې له عامو خلکو څخه په زور اخیستي وو، چې اوس یې طالب وسلوال د څښتنانو په لټون کې دي.
د یادونې وړ ده چې یادو غلو ۳موټرونو کې سامانونه لېږدول، چې دوه موټر یې د وسلوالو لخوا ونیول شول او د یوه موټر غله په تېښته بریالي شول.
















