اردوغان: د ترکیې دروازې به د همېش لپاره د کډوالو پرمخ خلاصې وي

کابل ټکی کام فرید احمد
د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان په کروواسیا کې د کوربه هېواد ولسمشرې سره د کتنې څخه وروسته په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې کړي دي.
د کروواسیا هېواد له ولسمشرې کولینډا ګرابار کیتاروویچ سره د لیدو پرمهال ښاغلي اردوغان وویل: «ترکیه د بې ګناه انسانانو پر وژنه سترګې نشي پټولای، او له همدې امله یې خپلې دروازې د کډوالو پرمخ خلاصې ساتلي دي.
اردوغان په ناسته کې وویل: «غواړم ووایم چې د اروپایي ټولنې غړي هيوادونه باید د کډوالو په مسئله کې په ځانګړي ډول ترکیې سره په مختلفو برخو کې همکاري او مرستې وکړي او روان مذاکرات باید په همغږۍ بدل شي.»

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button