د ثور ۸مه، د انحراف توره ورځ

ع. شلل خیل

کله چې د ثور په ۸مه د روسي تالي څټو کرغیړنه او توره کودتاه د افغانستان د مجاهد او قهرمان ولس په نه هیریدونکو سرښندنو سره مهار کړای شوه، او جنازه یې له افغانستان نه وویستل شوه، نو سملاسي جهادی مشرانو د دغه جنګ ځپلي ولس په آرمانونو باندې لوبې پیل کړې، جهادي مشران او قومندانان چې د همدې ولس د قربانیو له برکته د سرو او سپینو څښتنان شوي وو د جهاد له پای ته رسیدو سره سم یې خدای او رسول هم هیر کړل، اسلام او اسلام ته مبارزه یې له یاده وویسته، د شهیدانو وینو ته بې اعتنا شول، کونډې رنډې او یتیمان یې نور په نظر کې نه راتلل، نو له یوې خوا د خپل ژوند په عیش او نوش کې اخته شول او له بل پلوه په خپلو کې په منفي رقابت کې سره پریوتل، تر دې چې هیواد یو ځل بیا د دوې د خپلمنځي شخړو او جګړو سیلاب په مخه کړ.

د نړۍ ډیری مسلمانانو ورته د اصلاح کیدو لمنې وغوړولې خو دوې د خپل قدرت په نشو کې دومره مست وو چې د هیچا هیڅ ډول اواز او نصیحت ته یې غوږ نه ایښودلو، نه یې د خپلو یتیمانو، کونډو او بورو چیغې اوریدلې، نه یې د در په در او خاورې په سر مهاجرینو له کړاوه ډک ژوند ته نظر کاوه او نه یې د کعبې د امام غږ ته لبیک ووایه او نه یې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو تبلیغ او ویناو پر زړه کوم تاثیر وکړ، او تر هغې په خپلو نشو کې ډوب او خمار پراته وو چې د هیواد له جنوب نه پري د سپین پټکیو د سپین سیلاب څپو سر راښکاره کړ، او داسې یې په مخه کړل چې چا یې سوچ هم نشوای کولای.

دا د طالبانو د اسلامي تحریک د غورځنګ مشر ملا محمد عمر مجاهد او د هغه د ملګرواصلاحي او جهادي سیلاب و چې د کندهار له لوري یې په ډیرې تیزۍ سره د هیواد نورو سیمو ته د فساد په وړاندې د ولس په ټینګ ملاتړ مخه وکړه او په ډیر لږ وخت کې یې د جهاد نه د منحرفو او مفسدو ډلو ټپلو ټغر ورټول کړ، نو په ولس کې یو ځل بیا د خپلو شهیدانو د آرمانونو هیلی تاندې شوې، ځکه یې د هیواد په هره سیمه کې په تود هرکلي بدرګه کړای شول.

همغه و چې د (لکل فرعون موسی) په مصداق د کبرجونو ځای خاکسارو دیني طالبانو ونیو، او په هیواد کې یی یو اسلامي نظام په پښو ودراوه، خو دا چې د نړې ښکیلاکګرو هیوادونو په دغه هیواد کې د یوه اسلامی سوچه نظام راتلل نشول زغملاي نو ځکه یې همدغو منحرفو او مفسدو ډلو ټپلو ته د مرستې لاسونه وغځول او د اسلامي نظام پر خلاف یې جنګ او جګړو ته وهڅول، تر دې چې دغو ښکیلاکګرو د همدغو منحرفو اشخاصو په واسطه خپل ځان ته د مداخلې زمینه برابره کړه او بالآخره یې د القاعده د له مینځه وړلو په بهانه پر دغه هیواد نظامي یرغل وکړ.

اسلامی حکومت یې نسکور کړ او په امریکا کې میشت له اسلام نه منحرف افغانان یې د جهاد نه د منحرفو افغانانو سره یو ځای کړل او د ډالرو په ورکولو سره یې د دوي ذهنیتونه او فکرونه خپل کړل او د یوه لاسپوڅي حکومت په جوړولو کې يېدوی واکمن وګرځول، چې نن د همدغو ډالرو له برکه اسلام ته کفر او کفر ته اسلام وایي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button