طالبانو د سیاف فوځي مرکز په نښه کړ

کابل ټکی کام ۳۰وږي/۱۳۹۴

راپور: فرید احمد

وروسته له هغه چې سیاف په کابل کې  د استاد رباني د تلین په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو او د کابل مېشتو اسلامپالو په خلاف تنده لهجه وکاروله، نن ورځ طالبانو د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د نوموړي جنګ سالار مرکز په توغندیو ويشتلی.

دا مرکز سیاف د خپلو بدمعاشانو لپاره چې دده وراره ممتاز یې مشري کوي جوړ کړی او نوي ځوانان پکې تربیه کېږي، چې همدې مرکزونو د کابل ښاري امنیت له ستونزو سره مخ کړی دی.

ویل کېږي چې په برید کې ۶ هغه مهم غله وژل شوي دي چې د کابل ښار په اکثرو وژونو او لوټمارۍ کې یې لاس درلود.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button