شمالي کوریا نن یو کوریايي الاصله امریکایی په لس کاله بند محکوم کړ

کابل ټکی کام ۱۰غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې شمالي کوریا نن د جاسوسۍ په تور یو امریکایی په لس کاله بند محکوم کړ.

دغه امریکایی چې کوریایي الاصله دی، په راسون ښار کې د اکتوبر په میاشت کې نیول شوی دی.

دغه کوریايي الاصله امریکایی چې کیم دانګ چل نومیږي، د لس کاله بند تر څنګ به شاقه کارونه هم ترسره کوي.

کله چې د شمالي کوریا مقاماتو کیم رسنیو ته معرفي کړ، نوموړي پر خپل جرم اعتراف وکړ، او ویې ویل، چې د شمالي کوریا خلاف کارونه یې ترسره کول.

د یادولو ده، چې په روان کال کې یو امریکایي محصل هم په شمالي کوریا کې ونیول شو، او د شمالي کوریا پر خلاف د فعالیتونو په تور په پنځلس کاله بند محکوم شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button