جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبان: «د اشرف غني ادارې له خوا د بندیانو اعدام به تر شا سخت عواقب ولري»

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
اپریل 29, 2016
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
10
ځلې شریک شوی
119
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۱۰غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني د یوې بېړنی غونډې په دایرولو سره وویل، چې طالب بندیان به په اعدام محکوم کړي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

د اشرف غني له دغې خبرې څخه وروسته یو ځل بیا د دولتي رسنیو له خوا راپورونه خپاره شول، چې د طالب بندیانو د محکومو بندیانو د دوسیو د څېړلو غوښتنه شوې ده.

باید ووایو، چې ولسمشر غني دغه څرګندونې د کابل د سه شنبې له هغه برید وروسته وکړې، چې د ملي امنیت سلګونو مهمو امنیتي کارمندانانو ته یې درنده مرګ ژوبله واړوله.

دا مهال له طالبانو له لورې کابل ټکي کام ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ولسمشر غني له خوا د بندیانو د اعدام پرېکړه به تر شا سخت عواقب ولري.

په اعلامیه کې راغلي دي، چې د بندیانو اعدام د کابل ادارې پر کمزورۍ ښکاره دلیل دی.

« د اشرف غني دا خبرې که له یوې خواد ده کمزوري ښکاره کوي چي خپل زور په بي وسه بندیانو ازمویې،  له بلي خوایې دا کړنې هيڅ قانوي او حقوقي حيثیت نلري، ځکه مظلوم سیاسي  بنديان د داسي قضايي ارګان له لوري په اعدام محکوم شوي چې په نړۍ کې يې په بې کفايتۍ او فساد کې لومړۍ درجه ترلاسه کړی اوپه اعدام محکوم شوي اکثره هغه غریب بندیان دي  چي دخپل اقتصادي ضعف له امله یې درژیم قاضیانو او څارنوالانو ته رشوتونه نشوای ورکولای اونن دخپلې  بي وسۍ سزا ویني،  د کابل ادارې دغه ډول کړني به يوازي يو جنګي جنايت وي چې د آزادۍ غوښتونکو مظلومو، او بې دفاع بندیانو په حق کې به ترسره کيږي، په داسې حال کې چې بندیان په زندان کې دي  او په بندي حالت کې يي وژل دکابل شړیدلي رژیم ته هیڅ کټه نشي رسولای؛ خو داکار به  طبعا تر شا سخت عواقب ولري.»

د طالبانو په اعلامیه کې د کابل ادارې ته ګواښ شوی دی، که بندیان اعدام کړي، نو دوی به په هغو لارو کې ټول هغه څه په کار واچوي، چې په توان کې یې دي.

«که دښمن په دغه ډول جنایت لاس پورې کړي، نو اسلامي امارت به دخپل مظلوم ولس څخه د دفاع په لاره کې ټول هغه څه وکړي چې په توان کې يې  وي، يوځل بیا به د دښمن په اصطلاح عدلي ارګانونه دخپل ممکنه جنایت دروند قیمت پريکړي، هغه پيژندل شوي اشخاص، یا ټولنې چې د داسې جنایاتو غوښتونکي او وړانديزکونکي دي د هغوی او دهغوی د اړوندانو په هکله به هم مجاهدین بې تفاوته پاتې نشي او نور به په کلي او جزئي ډول دنظامي اهدافو په قطار کې داخل کړل شي، دکابل مزدور  رژیم به په خپل دې اقدام سره دعام ولس او مجاهدینوداحساساتو په راپارولوسره له فاریابه ترهلمنده اوله بدخشانه ترخوست پوري په ټول هیوادکې چې د اسلامي امارت  په زندانونو کې  د اشغالګرو هیوادونو اړونده اتباع او دمزدورې ادارې عسکر له مجاهدینو سره بندیان دي دهغوی  ژوند ته  به جدي خطر متوجه کړي، اسلامي امارت   هميشه د بندیانو سره په عدلیه امورو کې د اسلامي اصولو مطابق له نهايي سهولت څخه کار اخیستی دي، که دښمن له بندیانو سره داسې چلند غوره کړي، لکه چې يې ویلي دي او اصلاح نشي، بیا به زموږ شرعي محاکم دشریعت له اصولوسره سم په نهايي مجازاتو باندې غور وکړي.»

طالبانو د اعلامیې په پای کې د بشري حقوقو د دفاع پر نړیوالو ادارو، خپلواکو رسنیو، سور صلیب او نورو ازادو او بې پرې سازمانونو باندې غږ کړی دی، چې د بندیانو د اعدام په موضوع کې له خپل اثر او رسوخ څخه په استفادې بې تفاوته پاتې نه شي.

لوی ټکي: بندیانسخت عواقبطالبانکابل اداره
مخکینې مطلب

روح مې ارام غواړي ارام ته مې ور ورسوه

بل مطلب

شمالي کوریا نن یو کوریايي الاصله امریکایی په لس کاله بند محکوم کړ

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com