جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د اباسین ماشوم شهید غم دروند دی

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
اپریل 29, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
10
ځلې شریک شوی
125
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۱۰غويي/۱۳۹۵، لیکنه: نظرمحمد مطمئن
د ماشوم شهید، مظلوم شهید اباسین جان معصومه څیره دهغه له شهادت وروسته دومره دردونکي ده چې درد یې د هر افغان او مسلمان زړه دردوي.
د هغه انځورونه مې ولیدل، ومې لوستل چې د نهو خویندو یو ورور دی. او بیا داچې په ظلم يې لومړی د لاس یوه ګوته ورڅخه پرې شوې او بیا ظالم او سخت زړه هغه شهید کړ. الله ج دي د اباسین جان روح په جنتونو کې خوشاله لري او ان شاء الله خوشاله به وي.
الله ج دي د هغه پلار او د کورنۍ غړو او نورو دوستانو ته د زړه صبر ورنصیب کړي، غم یې دروند دی خو الله ج ته اسانه ده چې کورنۍ ته یې د زغم توان ورکړي.
پرون مازیګر مې د هغه انځورونه په خواله رسنیو کې ولیدل، ماښام له ملګرو سره چیرته میلمانه وو،‌ هلته مې د پخوا په ډول ډوډۍ ته زړه نه کیدی، نن سهار مې د پخوا پر خلاف له سهار چای سره ناشته ونه کړه، او یقین ولرئ چې د غرمې ډوډۍ مې هم زړه ته نه کیدله او ومې نه خوړله. په دي فکر کې وم چې د مظلوم شهید اباسین د کورنئ د غړو مظلوم ږغ به چاته وي؟ څوک به دهغو مظلوم ږغ واوري؟ او چیرته به داسي یوه مرجع وي چې سړی فکر وکړي هلته بې یې اواز واوریدل شي؟
پوهیږم، د اباسین مورکۍ، د هغه خویندی به نن په نړۍ کې ځان ګوښی احساسوي، هغو ته پرون او نن د قیامت ورځ وي، هغوی به د مجرمینو د نیولو او پیداکولو تمه لري، خو ایا داسي تمه له نظام څخه کیدای شي؟

قاتلین یې باید پیدا شي، که ماشوم د حکومت تر کنټرول لاندي سيمې څخه تښتول شوی وي نو حکومت دنده او مسؤلیت لري چې د هغه مظلوم شهید قاتلین پیدا کړي او د هغه کورنۍ ته یې په عام محضر کې د سزا له پاره وسپاري.
که اباسین د طالبانو تر لاس لاندي سېمه کې تښتول شوی او شهید شوی وي، طالبان دنده او مسؤلیت لري چې قاتلین يې پیدا او دمظلوم شهید کورنۍ ته یې په عام محضرکې د سزا له پاره وسپاري.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

باور ولرئ که په سم ډول، په حقیقي ډول هڅه وشي د اباسین جان قاتلین نیول کیږي او مجازات کیږي، خو ستونزه داده چې له مجرمینو سره وسلوال چارواکي په ځینو مواردو کې او یا هم متضرر ته نږدې کسان لاس لري.
د ځاځیو قوم ځوانان دي له فکر څخه کار واخلي، د اباسین غم یواځي د دوی نه دی، دغه غم دي په ځاځیو پسې نه منحصر کوي، غم زموږ ټولو دی، او موږ ټول مسؤلیت لرو چې د شهید اباسین له کورنۍ سره ودریږو، له هر هغه چا چې مسؤلیت ورته راجع کیږي په کلکه وغواړو چې مجرمین پیداکړي،‌ او که پیداکوي يې نه، نو له سیمې څخه په ایستلو او د هغوی ساتلو کې دي مرسته نه کوي.
په کندهار کې زموږ یو سراچه موټر غلا شو، داچې شخصي ملګري مې ډیر وو، او خپل فکر هم لږ هغې او بلې خواته وځغالو، سهار موټر غلا شو، او ماسپښین پورې مو یو شکمن کس خپل ځای ته د ملګرو په مرسته راورساوی، تیر مازیګر او ماښامه يې نه منله، کله چې د هغه د کور ادرس او دهغه د خپلوانو نومونه موږ ورته واخیستل او کور يې هم په پکتیاکې په کومه لیري پرته ولسوالۍ کې و، ورته مو وویل چې کیدای شي ستاسي کور ته تر غلاشوې موټر مخکې زموږ ملګري هلته ورسیږي او بیا به کلي او کور کې شرمنده یاست، نو ماخستن هغه نفر ومنله چې موټر دوی غلاکړی او دهغه ورور د دوی د کور په لور بیولی دی.‌

په کندهار کې یو لیک او اخطار د طالبانو تر نامه لاندي راکول شو،‌ لیک کورته راغورځول شوی وو، د مرګ ګواښ او دپیسو غوښتنه شوې وه، هیڅ ډول د اخطار څخه متاثره نه شوم، فکر مې وځغلاوو،‌ چې ولي داکار شوی او چا به کړی وي،‌ ولي به د مرګ ګواښ او د پیسو غوښتنه کیږي، کال ۲۰۰۷ ز. وو، او په همدې وخت کې مې د ملګرو ملتونو د ساختماني پروژو د تطبیق یو پروګرام کې د انجنیر په صفت کار کاوو، پر حکومت خو هسي هم باور نه وي، ځکه ویره وي چې داسي نه د حکومت له نوم څخه په ګټه اخیستلو ځینې کسان له مجرمینو سره لاس یو کړی وي. خپله لاس په کار شوم، الحمد لله، ثم الحمد لله، الله ج ډیر ښه ملګري راکړي، په ګډه مو کار شروع کړ، درېمه ورځ مو هغه څوک نیمه شپه کې، د ژمي په یوه سړه شپه کې، په یوه باد او لرونکي شپه کې ونیوی.
پوهیږئ چې مخکنی یاد شوې غل او اخطار ورکونکي څوک وو،‌ د موټر غل کې هغه چا لاس درلود چې موږ سره يې کار کاوو،‌ او ما ملګرو ته سپارښتنه کړي وه چې د پکتیا اوسیدونکی دی، په کندهار کې مسافر دی باید ښه چلند ورسره وشي، مګر هغه د موټر د غلا لپاره پلان جوړکړی وو.
او هغه څوک چې ماته يې اخطار لیک رالیږلی وو، هغه زموږ داسي ګاونډی وو چې غریب خلک وو،‌ ما يې ورور کوم ملګري ته معرفي کړی وو،‌ په میاشت کې دوه یا درې ځله ورتلی او خپل میاشتنی معاش یې اخیست.

ډیر ځله ستونزه له نږدي محیط څخه وي، هغه د پښتو متل دی وايې سړی له خپلې لمنې اور اخلي. دقت دي وکړي، او کوشش دي وکړي چې قاتلینو پسې وګرځي.
زما پوره باور دی چې د اباسین جان شهید قاتلین به الله ج رسوا کړي، الله ج تر هر چا ښه او عادل قاضي دی، الله ج دي ظالمان قاتلان رسوا او پیداکړي. آمین

الله ج دي زموږ مظلوم قوم نور له دغه ډول ناخوالو څخه وساتي.

مخکینې مطلب

شمالي کوریا نن یو کوریايي الاصله امریکایی په لس کاله بند محکوم کړ

بل مطلب

کلونه کېږي چې د افغان وینه دارې وهي!!

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com