نايجيريا کې يوه مسجد کې چاودنې ۵۴ تنه وژلي دي

کابل ټکی کام ۳۱وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د نايجيريا امنيتي چارواکو ويلي دي، چې وړمه شپه د دې هېواد د بورنو ولايت په مايدوګوري ښار کې په يوه مسجد کې چاودنې لږ تر لږه ۵۴ تنه وژلي دي.

د نايجيريايي پوليسو افسر ويکټور اسوکو زياته کړې ده، تر دې دمه د ۵۴ تنو مړي انتقال شوي دي او ۹۰ تنه نور ټپيان دي.

ياد افسر د دغه بريد پړه پر بوکو حرام اچولې ده او زياته کړې يې ده چې لومړی يو ستر بم والوزول شو او بيا بوکو حرام جنګيالو ته ورته خلکو د مسجد باغ ته لاس بمونه وغورځول.

د نايجيريا د پوځ وياند پرون ويلي وو، چې دغه بريد د يوه سرتېري بريدګر له لوري شوی دی.

په خپله بوکو حرام ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button