په عراق کې داعش ډلې ويلي دي چې د پلازمېنې عراق ختيځ لور ته په الأمين سيمه کې يې په يوه چاودنه کې ۱۲ تنه وژلي دي او ۴۲ نور ټپيان دي.
دغه سيمه کې شيعه وګړي مېشت دی او داعش ادعا کړې ده، چې د شيعه ګانو جنګيالي يې وژلي دي.
د عراق پوليسو او روغتيايي چارواکو د پېښې او اوښتو تلفاتو پخلی کړی دی.
بل لور ته د بغداد شمال لور ته په الطارميه ښارګوټي کې پرون دوشنبه وسله والو يو سيمه ييز چارواکی او د هغه زوی په ډزو وژلي دي او په تېښته بريالي شوي دي.
د دې پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې.


















