کابل ټکی کام دوشنبه فرید احمد
عیني شاهدان وايي چې د ښرنې په ښار کې نن سهار لس بجې یوه پولیس لمړۍ خپله ښځه او ورپسې ځان وژلی دی.
یوه عیني شاهد وویل یو ساعت مخکې د پولیس او ښځې ترمینځ خبره واوښته چې لږ وروسته پولیس خپله ښځه وويشته او بیا ځان ته ټوپک ونیو او ځان یې هم وواژه.
دپکتیکا د مټا خان ولسوالۍ د پولیسو مشر وايي چې یاد پولیس د لسو کالو راهیسې په پولیسو کې دنده اجراء کوله .
دی زیاتوي چې دغه پولیس تقریباً درې کاله وړاندې له خپلې ښځې سره واده کړی وو، چې اوس یې شاید تعلقات سره خراب شوي وو.
یو ځايي دکاندار وايي چې دغه پولیس به له خپلې وظیفې څخه ناوړه استفاده کوله او عام خلک به یې ځورول، او خلکو به ورته لیونۍ وایه، (نو دادی نن یې خپل لیونتوب ښه ښکاره کړ.)


















