دولت: د کندهار د والي په شمول ۴۵ طالبان مو وژلی. طالبان: دولت دروغ وايي.

کابل ټکی کام دوشنبه فرید احمد
د کندهار قمندان امنیه چې په دولت کې د لوی کندهار د رئيس جمهور په نامه هم شهرت لري رسنیو ته ویلي دي چې تېره ورځ شاولي کوټ کې د یوې جګړې په ترڅ کې د طالبانو له خوا د کندهار لپاره والي او مرستیال يې د ۴۵ تنه ملګرو سره یوځای وژل شوي دي.
قمندان رازق ویلي دي، د طالبانو والي حیات الله چې په حاجي لالا سره شهرت لري او ورسره احمدشاه همت چې د والي مرستیال ده له ۴۵ تنه وسله والو طالبانو سره یوځای وژل شوي دي.
خو د طالبانو ویاند د قمندان رازق وینا ردوي او زیاتوي چې رازق د رسنیو په مټ داسې درواغ ځکه خپروي ترڅو خپل مورال بایللي ملګري چې د دولت له صف څخه په تېښته دي، اطمنان ورکړي او د تېښتې مخه یې ونیسي.
طالبان وايي چې په یادو دوو نومونو دوی هېڅ والي او مرستیال والي نلري، او نه هم په یاده سیمه کې کومه داسې جګړه شوې چې مرګ ژوبله دې ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button