لیکوال:صفي الله صاحبزاده.
ځیني ملګري رانه غوښتنه کوي،چې په حالاتو یو څه ولیکم؟
نو ورته وایم ،څه ولیکم،په چا یې ولیکم، چاته یې ولیکم. هغه لیکلي چا ولوستل! چې بیایې ولیکم .
او بیا هرڅه خو معلوم دي او ناویلي څه دي؟
ځیني نور ملګري بیا رانه غوښتنه کوي چې که حکمتیار صاحب ته څه ولیکم؟
نو ورته وایم چې د حکمتیار صاحب څه پټ پاتې دي چې زه یې ولیکم،هغه ته ناویلي څه پاتې دي چې زه یې ورته ووایم.
خو، دومره به ورته ووایم . حکمتیار صاحب!
که څه هم ته سل ځله ووایې چې زه د افغان په لاره افغانستان ته روان یم،خو نه په کومه کږه لاره چې ته نن روان یې دغه لاره سیــــــده ترکستان ته تللې، نه افغانستان ته.
نور نه څه ورته و لیکم. او نه ترې غوښتنه لرم.
ځکه له دې سړي ښو خلکو غوښتنې وکړې، دې سړي ته ښو خلکو لیکنې وکړې، ډیرو ورته د قلم په ژبه لار ښوونې وکړې، خو وه یې نه منله. لیکل خو هلته خوند کوي چې خلک دې لیکل ومنې!
دالله لیک څوک نه منې نو د صفي الله لیک څه معنا!؟
یو دور کې چې دمعصومو خلکود اعدام، او دمجرم د ازادولو پرېکړې کېږي، د سر او دشملو خبرې به چاته کوې،
یو دور کې چې دمعصوم ماشوم نه په ويښه دلاس ګوتې غوڅيږي، دسر او دشملو خبرې به چاته کوې،یو دورکې کې چې اباسین ماشوم د اباسین په سین لاهو کېږي، د سر او دشملو خبرې به چاته کوې.
او بیا پلورل شوي خلک په لیکلو نه ازادېږي، ځکه ازادي د قلم له رنګ سره یو ځای د وینو رنګ ته اړتیا لري،یواځې پر لیکلو څه نه کېږي.
لیکل خو یو پېغام غواړي، مخاطب کلام غواړي، دلته پېغام په فتنو کې بند دی او مخاطب په وسوسو کې، داخطار په وخت اخبار څوک لولي؟ د ماښام په تیارو کې کتاب څوک لولي؟ نو چاته یې ولیکم. او څه ولیکم.
چیرته چې کتابخانې خالي او بالاخانې ابادېږي،
چیرته چې سل تعلیمي سندونه د یو چک قرباني کېږي، شل کاله په تعلیم کې خواري کوه او بیا بې سواده دوستم ته زاري کوه.
نو داسې دور کې حق لیکل، اوصول او قوانین لیکل څه معنا.
خو بیا هم ځیني خلک شته چې حوصله نه بایلي. مقالې پسې مقاله لیکې او مقابله کوي.
ایمان لیکي، اسلام لیکي، هيلې او ارمان لیکي.
د یو سر لوړي افغانستان په هیله.


















