ارګ د دفاع او ملي امنیت سرپرست مشران ټاکلي

کابل ټکی کام ۱۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ارګ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نن ماښام د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د دفاع او ملي امنیت سرپرست مشران وټاکل شول.
په خبر پاڼه کې د ملي دفاع وزارت لپاره سرپرست لوی درستیزرئیس ارکان، ډګر جنرال عبدالله خان او د ملي امنیت ادارې لپاره عمومي سرپرست معصوم ستانکزی یاد شوي دي.
په خبرپاڼه کې معصوم ستانکزي ته د دغې دندې تر څنګ د ولسمشر د سلاکار د وزیر دنده هم ورکړل شوې ده.
باید ووایو، چې ستانکزی وړاندې د دفاع وزارت سرپرست وو، او له هغې څخه مخکې د دارالانشا د رئیس په توګه هم پاتې شوی وو.
له دې څخه وړاندې ولسي جرګې د دفاع وزارت لپاره معصوم ستانکزی نه وو منلی.
د یادولو ده، چې دغه کسان به د تأیید لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي، خو د نېټې په اړه یې تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي.


