کابل ټکی کام ۱۶غويي/۱۳۹۵، هاشمي عبدالله
عیني شاهدان وایي، چې د سوریې په شمال کې پر یو کمپ باندې د هوایي بریدونو له کبله په درځنونو کسان وژل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د کمونیا کمپ چې د ادلب ولایت د سرمادا ښار سره نږدې پروت دی، او د ترکیې سره پوله لري، انځورونه ورکړل شوي دي، چې پکې سوځېدلې خېمې ښکاري.
یو شمېر راپورونه وایي، حمله د سوریې دولت یا د روسیې د جنګي الوتکو له لورې ترسره شوې ده.
دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کیږي، چې په سوریه کې اوربند مات شو.
















