په کابل کې د یو تبشیري دخبرو ځوابونه
لیکونکی ـ بدر منصور
له پيړیو راهيستي افغانستان د تنصیر ، تبشير ، تکفير استشراق ، او تشکيک في الاسلام ، ځانګو د فعالیت ډګر ؤ، څه موده وړاندي د افغانستان مؤمنو او غیرتي مجاهدينو د هغوی پر ضد جهادي او فکري مبارزه وکړه د استشراق تبشير او نصرانیت ټغر يې ټول کړ افغانان يې په دې و پوهول چي د اسلام په اړه شکونه را پیدا کوونکي کافران دي او د اسلام د ختمولو لپاره کار کوي ، افغانان چي پر اسلام ډېر مینان دي ډاډه شول چي په هيواد کي يې د تنصير جرړي وختې ، خو په دې ورستیو کي جوته شوه چي په بهر او کور دننه کي د انټرنيټ په نړۍ کي ځيني مستشرقين او سیکولران شته چي د افغانستان د تنصير لپاره ګمارل شوي دي ، هماغه پخوانۍ تګلاره تعقیبوي، او غواړي مسلمانان په خپل دين کي شکمن او یا يې د دين څخه منحرف کړي، اوس به د هغه مسيحي د یوې مرکې هغه برخه چي د خبریال ایوب خاورين پوښتنو ته جواب ویلی د اسلامي شريعت او ملي افغانیت له نظره تعقيب او جواب کړو چي دوې ورځي وړاندي يې د اشنا تلويزیون سره کړې ده، سړی د اسلام او قرآن له نظره مطلقاً کافر دی خو د اسلام سربېره د ښه علم دعوه دار هم دی!
د مسيحي لومړی خبره ؛؛
(۱) زه د افراط دښمن او د اعتدال غوښتونکی یم پیغمبر علیه السلام هم فرمایلي دي چي افراط د امتونو د هلاکت سبب دی ، بل زه د ملي ګټو او مصالحو په پام کي نيولو لپاره مبارزه کوم .
د اسلام لخوا جواب: د ده په سیکولر دين کي افراط د اسلام په احکامو پابندي او جهاد ته وايي او اعتدال هغه څه ته وايې چي د اسلام له نظره مناهي دي.
داثبات لپاره به د ده یوه وړوکي جمله درته پيسټ کړم (ښایسته ساز، ښایسته آواز او ترنم اورېدل ستاسې فطري اړتیا ده. موسیقي د افراطيت ځپلې اروا علاج دی. موسیقي اورئ چې مزاج مو اعتدال ته راځي.) د یادوني وړده چي د دغه جملې سره يي د یوه فحاش سروز لینک هم ورکړی ؤ.
خو اسلام ته غوږ شئ:
رسول الله (ص) فرمايي چي موسيقي ستاسو په زړونو کي داسي نفاق (منافقت) شين کوي لکه څنګه چي اوبه شين ګیاه شنه کوي، خو دا سيکولر يې فطري اړتيا بولي ، اسلام د اعتدال دين دی او موسيقي اورېدل تفريط دي، خو دا کافر اسلام افراط او موسيقي اورېدل اعتدال بولي ، اسلام موږ د موسيقي له اورېدلو منع کوي او دا هم راته وايي چي د مسلمان لپاره په جنت کي موسيقي شته، خو دا تنصيري مسلمانان د موسیقي په اورېدلو امر کوي!
د اسلامي شريعت له نظره …….اسلام افراط بلل، تفريط اعتدال بلل، د اسلام په نواهي امر کول، صريح کفر دی!
اسلام داسي وايې …
قرآن اورېدل ستاسي فطري اړتیا ده!
قرآن مو د افراط او تفريط څخه د اعتدال په لور بیايې!
قرآن مو د همېش لپاره د زړه حزن، اندېښنه، او خپګان له مينځه وړي!
را به شو ملي ګټو او مصالحو ته: دی د افغانستان اشغال ته مشروعت ورکوي او هیواد پلورنه ملي کټه بولي ځکه هر افغان پوهيږی چي زموږ هیواد اشغال او د پلورلو په خطر کي دی، ده د هغه چا غندنه وکړه چا چي د افغانستان څخه د امريکایانو یورانيمي غلا افشا کړل!
(۲) زه زغم لرم خو حقيقت وایم چي په خلګو بد لګيږي او حقيقت ویل پیغمبري طريقه ده .
جواب : ستا حقيقت به دا وي چي د اربکیانو د بد عملۍ تصوير نشر او په مجاهدينو پوری وتړې؟ ځکه ټول افغانان په دې بد عملۍ خبر دي او دا خبر مخکي پر ټلويزیون نشر شوی دی، ستا حقیقت به دا وي چي اسلام غلط تعبير کړي؟ ستا حقیقت به دا وي چي پر علماوو سپکي د بد اخلاقۍ مصنوعی ويډیوګاني نشر کړې؟ ستا حقیقت به دا وي چي افغان ولس ته دروغ ووايې چي حاجي لالا د معاون او لسو ملګرو سره وژل شوی؟
(۳) زه د دين سره عشق لرم .
جواب : موږ منو چي ته د دين سره عشق لرې، خو د اسلام سره نه، ځکه اسلام ستاسو په دين کي افراط دی، جهاد په قرآن ثابت او فرض عین دی، خو ته يې افراط ګڼې، ته د عیسویت سره عشق لري!
(۴) زه خلګ نه رټم هيڅ ثبوت نشته .
جواب : په سپينو سترګو دروغو به افغانان قانع کړې؟ ولي ته په هر پوسټ کي شخصیتونه مټکور نه بولي؟ ولي تا فضل الرحمان او عمران خان په نومونو نه دي یاد کړي؟ ولي ته طالب ته ټاليب نه وايي؟
(۵) ټول لیکوالان د شخصي ګټو لپاره کار کوي یوازي زه د ملي ګټو لپاره کار کوم !
جواب : د ټولو لیکوالانو خبره خو ستا باداران حتی ستا کورنۍ هم نه درسره مني، بله دا چي په حقیقت کي ته د ۷۰۰ شخصي ډالرو لپاره کار کوې او عموماً لیکوالان د اسلام لپاره کار کوي!
(۶) پښتانه د ترورزم ځانګو ده !
جواب : په تاریخي لحاظ خو پښتانه اسلامپال، اتلان، او وطن دوست پاته شوي دي او اسلام او خاوره دومره اهمیت ورته لري چي هر وخت د اسلام او خپلواکۍ لپاره سرونه شيندي، ایا تاسو جهاد او وطن دوستۍ ته ترورزم وایاست؟
(۷) د طالبانو سیاسي دفتر چیر ته دی؟
جواب : ستاسو ماغزه خو چپه څرخي تاسو خو رشتیا کاڼه اوړانده یاست د طالبانو سیاسي دفتر یوه وړوکي ماشوم ته هم معلوم دی، هغه چي ستاسو بادار بریګډال مو د مؤمنانو په مقابله کي تبادله کړ هغه د طالبانو د سیاسي دفتر لخوا ؤ!
(۸) په پاکو جامو کي چي هر څوک د کابل نه لږ لري شي سر يي پرې کيږي !
جواب : تا لکه چي له همدې ډاره ځان واشنګټن ته ورساوه؟ دلته طالبان د هر افغان حق پېژني د هيچا څخه سر نه پرېکيږي، تاسو خو يي بېلګه وړاندي کړئ، او که هغه څوک ښيي چي د افغانانو څخه يي سرونه پرېکړي دي؟ نو د هغه د سر پرېکول خو د طالبانو شرعي او انتقامي حق دی؛ (فَاِنْ قَاتَلُوْکُمْ فَاقْتُلُوْهُمْ، کَذَالِکَ جَزَآءُ الْکَافِرِيْنَ)
(۹) د طالبانو پوسټونه زما تر پوسټو په بې حیایی کي بتر دي !
جواب : د طالبانو پوسټونه ټوله نړۍ ګوري چي د بشپړ ادب او اخلاقو څخه برخمن دي، امّا که چا تاته د طالب په نوم بد اخلاقي کړې وي هغه هم ستاسو دولتیان دي، خپل (….) پر بل مه تاوانوئ، بله دا چي تا د زغم دعوه کړې ده نو زغم د څه شو چي ښکنځلو ته د ملا وتړل؟
(۱۰) کرکه انساني ضرورت دی خو په خپل ځای کي او دا شرعي منطق دی !
جواب : نو ته خو د افغانانو په منځ کي کرکه خپروې دا کوم شرعي منطق دی؟ ته خو د قرآن او جهاد سره کرکه خپروې دا ده کوم شريعت منطق دی؟ همدا مسیحیت دی!
(۱۱) چي زما څخه د عیار دښمن دوستي غواړي هغه روحي مشکل لري !
جواب : ایا هغه څوک چي د طالبانو سره سوله او دوستي غواړي هغوی ټول روحي مشکل لري؟ او که ته روحي مشکل لري چي د واشنګټن څخه د جنګ نارې کوې؟
(۱۲) د پاکستان جنګ نا اعلان شوی نه بلکي اعلان شوی دی!
جواب : ښه دا خو تا بل جنګ اعلان کړ نو چي ته په امریکا کي له طالبانو وېرېږي د پاکستان سره بیا په چا جنګ کوې؟ ګوډاګیان خو د دې یوه جنګه ستړي دي!
(۱۳) دښمني زما له طرفه نه ده د دوی له طرفه ده !
جواب : ښه ته چي سولي ته لا نه يې ژمن نو دا ستا له طرفه دوستي ده؟ ته چي شپه او ورځ کفري نشرات کوې دا ستا دوستي ده؟
(۱۴) اوسنۍ جګړه د پخوانۍ تسلسل دی!
جواب : ښه اوسنۍ جګړه خو امريکایانو ستاسو په غوښتنه پیل کړه طالبان خو په امريکایانو پسي نه وه ورغلي نو تاسو خو د پخوانۍ او اوسنۍ دواړو جګړو مسئولین یاست!
(۱۵) عمران خان او فضل الرحمان په واک کي نه دي د جهاد فتوا ورکوي !
جواب : لومړی خو د جهاد فتوا تر واک او نه واک پوري هيڅ اړه نه لري دویم عمران خان او فضل الرحمان تاسو غوندي لادينه دي، او سنی جهاد د افغانستان د اسلامي مجاهدو علماؤ په فتوا روان دی!
(۱۶) کمينټونه زما ژوند ګواښي او تحديدوي نو ځکه يې زه ډیلیټوم(delete)
جواب : چي دومره بزدل يې چي د کمينټونو څخه ډارېږي نو ولي د مجاهدينو سره مبارزه کوې؟ بله دا چي ته خو ځان پر حق ګڼي د حق په لار کي د ووژل شې، معلومه خبره ده چي ستا مبارزه د میاشتني معاش لپاره او ناحقه ده!
(۱۷) زه د نظام ملا تړ کوم، او د اشرف غني سره زما نور ……….
جواب : ته څنګه د نظام ملا تړ کوې؟ نظام خو سوله غواړي او ته يي نه غواړې، ایا ته په امریکا کي د خوب له لاري د دې نظام ملا تړ کوې؟ را شه دلته يي ملاتړ وکړه چي پته د ولګي، په دا بله خبره کي خو ګونګ شوې ولي د نه کړه پوره؟ زه به يي در پوره کړم(اشرف غني په سیکولریزم او لادینۍ کی زما استاد پاتي شوی او د میاشتي ۷۰۰ ډالر راکوي نو ځکه يي زه پلوي کوم)
(۱۸) اساسي قانون زما د ملک ټر ټولو عمده وثيقه ده !
جواب : اساسي پليت قانون زموږ د اسلامي ملک وثيقه نه ده، دا د واشنګټن وثیقه ده، ولي پر الله (ج) او د هغه پر رسول (ص) بې باوره يې چي الهي قانون د خپل ملک وثيقه وګڼې؟ او که الهي محمدي قانون نيمګړی دی؟ العیاذ بالله: محمدي قرآني قانون خو د هغه چا قانون دی چا چي انسانان جوړ کړي، د ژوند په هره برخه کي سپېڅلي لارښووني لري، اساسي پلیت قانون خو د نړۍ د شپېتو یا زیاتو شیطانانو بندګي کفریات دي، اساسي قانون خو د قرآني قانون سره سل سلنه ټکر دی، اساسي قانون خو اسلام ته افرطیت وايي، مثلاً قرآني قانون وايي (وَ السَّارِقُ وَ السَّارِقَةُ ……..) د غله څخه لاس پرېکړئ، خو اساسي قانون د لاس پرېکول افراطیت او جرم ګڼي، په اساسي قانون عمل او حکم کول د سپېڅلي قرآن له مخي کفر ظلم او فسق دی ( وَمَنْ لَمْ یَحْکُمْ بِمَا اَنْزَلَ اللّهُ فَاُلَائِکَ هُمُ الْکَافِرُوْنَ المائده ۴۴/ ُ فَاُلَائِکَ هُمُ الظَّالِمُوْنَ ۴۵/ فَاُلَائِکَ هُمُ الْفَاسِقُوْنَ ۴۷)
(۱۹) طالبان سیاسي فعالیت نه کوي خلګ وژني !
جواب : طالبان له لومړی ورځي څخه سیاسي فعالیت کوي، ولي همېشه سولي ته امادګي نه ښيي؟ ولي د سولي د خبرو لپاره شرائط نه لري؟ سیاسي فعالیت تاسو کوم بولئ؟ ایا طالبان باید اشرف غني ته ور تسليم شي دا سیاسي فعالیت دی؟
(۲۰) طالبانو فتیال په پوهنتون کي پر چوکۍ شهيد کړ!
جواب : طالبان هيڅ کله د پوهنتون د محصل سره څه نه لري، امّا فتیال خو د خاد جاسوس ؤ لسګونه مجاهدين يې تعذيب او بندیان کړي وه نو بیا خو که په پوهنتون کي وي که په کور کي طالبان يي باید ووژني!
(۲۱) د سرتيري د وژني په هيڅ منطق جواز نشته !
جواب : د سرتيري پر وژنه په شرعي منطق جواز خو لا څه چي لوی لوی اجرونه پکښي کي دي، ته د کوم منطق نه ږغيږې؟
(۲۲) ته معلم، د معارف مدېر، لیکوال، ماشومان، او ښځي وژنې بیا يي عیار مسئولیت پر غاړه اخلې !
جواب : دا نور خو د ښکرور دروغ دي طالبان تر ولس ځان قربانوي امّا د معارف مدېر تا غوندي مسیحیت او تنصير ته دعوت کوي او قرآن له مينځه وړي نو طالبان خو د قرآن دفاع خپله فریضه ګڼي!
(۲۳) بشير احمد ریان خپله ځانته دغه لاره انتخاب کړې وه دا چي ور سره وشول !
جواب : ښه بشیر احمد ریان خو یو لیکوال ؤ ها د بیان دروغجه آزادي مو څه شوه؟ ریان یوازي د خپل اسلام او خپلواکۍ لپاره (چي دا يي ستاسو په پلیت قانون کي هم حق دی) لیکل کول، بله دا چي دا افراطیت نه ؤ چي هغه مو په وهلو وهلو شهيد کړ؟ ته هم د دې ورځي انتظار باسه که څه هم په واشنګټن کي يي خو الله (ج) ته واشنګټن او کابل یو دي چي د خپلو دوستانو سره ستا په وژلو کي مرسته وکړي!
(۲۴) طالبان د معاشاتو جدولو ته لاس رسی لري !
جواب : هوکي طالبان ستاسو په ټوله اداره کي حتی په ارګ کي نفوذ لري دا ځکه چي تاسو سر تر نوکه په فساد ککړ یاست!
(۲۵) زه طالبانو ته هدف یم !
جواب : طالبان تا خوري نه، خو ته د کفر څخه توبه اوباسه وطن ته راشه د طالبانو ورور يي او که توبه نه باسې نو په واشنګټن کي هم بې غمه مه ګرځه!
(۲۶) که زما پر ځای بل څوک وای نو هجرت به يي کړی وای!
ج ولي ته په کابل کي يې؟ بل چا به ګاونډي هيواد ته هجرت کولو خو تا د طالب له ويري سیمه پرېښوده دریمي وچي ته لاړي!
(۲۷) اول باید زور وکاروو بیا سوله وکړو !
جواب : ښه پنځلس کلونه جګړه وشوه امريکایان او ګوډاګیان بالکل مات شول، جګړه ته په چا کوې؟ ها تا غوندي قهرمان (جبارقهرمان) هم د جګړې لاپي وهلي اوس تخلص بدلوي وای زه قهرمان نه یم او د طالبانو سره باید جګړه نه خبري وشي، ستا نارینه د کندهار روزګان وړوکې لاره نه شي خلاصولای ته جګړه په کوې؟ ته ولي واشنګټن ته لاړي او دهغه ځایه انګولي؟ راشه د طالبانو سره زور معلوم کړه، ستا ټول حکومت کوچنۍ موسی کلا ته نه شي تلای ته جنګ ورښيې؟
(۲۸) د کابل د فعالانو سره شخصي ستونزه نه لرم هغوی يي راسره لري، ماته ناموسي ښکنځلي کوي، زما پر شخصیت او قواره ږغيږي، محقق ماته پر تلويزیون ښکنځل وکړل !
جواب : ښه، دا شخصي ستونزه نه ده چي ته يې په مټکور یادوې؟ تا خو ویل زه زغم لرم پروا نه کا چي ښکنځل درته وکړي نو تا ولي پوچ رد او بد اخلاقي وکړه، ستا پر قواره خو باید څوک وږغيږي ځکه ته ځان اسلام ته منسوبوې او قواره د د فرعون او شدّاد ده!
(۲۹) ما پاکولته لوستې، په اسلامي زده کړو کي مي سند اخيستی، د هغه مخکي مي مدرسه ویلي، زه دیني عالم یم !
جواب : موږ منو چي تابه د اسلام په نامه د استشراق لپاره یوڅو صفحې لوستي وي خو اوس د موږ د اسلام په تله تلو چي مسلمان که کافر يي؟ قوارې ته خو د چي نا پېژاند کس وګوري د نر او ښځي فرق به د پر ونه شي امّا د مسلمان خو بېخي نه شي درته ویلای، (من تشبّه بقومٍ فهو منهم) ستا تشبه د نصاراوو سره ده، ته چي ځان عالم ګڼي ایا تا ته د ږیري پرېښول واجب مسئله نه شوه تېره؟
ستا یو وړوکۍ پوسټ به هم کتونکو ته کښيږدم (که دین سیاسي نکړای شي، او هماغه وطني نسخه، اصلي نسخه، او فرهنګي دودیزه نسخه یې را واخیستل شي، هماغه د رشید بیان او پنج کتاب اخلاقي درسونه را پیل شي، ملا صاحب خیر خو ملایي له جګړې او سیاسته لرې کړو، نه به وینې تویېږي، نه به خلک له اسلامه ایستل کېږي او نه به د خدای پر ځمکه د شیطان دنده، چې فساد دی، انسان ترسره کوي.) ښه دا د اسلام او علمیت شو، ایا په دین کي د سیاست باب نشته؟ رسول الله (ص) چي د نړۍ لارښود ؤ هغه په مسجد کي ملايي کوله که يي د نړۍ نظام چلاوه؟ طالبان خو په هغه دين دي ته خو موږ ته اسلام د اوباما له خولې بیانوې، ها صحابه کرام چي لوی لوی علماء وه هغوی ملايي کول که يي په نړۍ کي انقلابونه راوستل، ایا هغو افراط کاوه چي د زرګونو کافرانو سرونه يي غوڅول؟ ایا هغوی چي د مشرکانو وینه تویول هغوی د شیطان دنده پر مخ وړل؟ العیاذ بالله
(۳۰) زما د سلو مقالو جواب څوک نه شي ویلای !
جواب : سل مقالې به د هم د مرکې غوندي د دروغو بوجئ وي خو ما نه دي لیدلي!
(۳۲) عدالت د مجازات او مکافات غوښتنه کوي!
جواب : هو خو کوم مجازات؟ ایا د هیواد اصيل بچیان د اسلامیت او ځپلواکۍ غوښتلو په ګنا په پردیو او د هغو په مزدورانو اعدامول دا عدالت دی؟ ایا ستاسو اربکیان چي د هیواد سپين ږیري او ماشومان ټکوي دا عدالت دی؟
(۳۳) که طالبانو محکمه، قاضي، د قضاء مرحلې، او نظام لرلای نو موږ به منلای دوی په کوڅه خلګ قصابه کوي !
جواب : د خدای ړوند او کوڼ دښمنه طالبان دا هر څه لري امّا دا چي دوی په جګړييز حالت کي دي نو قضاء قاضي او د قضاء مراحل يي هم یو څه په امنیت کي دي، او په کوڅه قصابه خو د ګوته ماشه دښمن کوي هغه که په کوڅه وي او که په بل ځای کي، الله (ج) طالبانو ته فرمايي چي دښمن ته په هر ځای کي کښينئ (واقعدوا لهم کل مرصد) بناءً دوی په کوڅه کي د دښمن قصابه یو الهي امر پر ځای کوي!
(۳۴) ایا امريکایان هم د بشر حقوقپالان اعدامونه نه کوي؟
جواب : ته د امریکایانو په دين يي؟ چي موږ ته په امريکایانو دلیل وايي، موږ خو د محمد (ص) په دين یو، امریکایان خو هر جنایت کوي!
(۳۵) متأسفانه د افغانستان نه فرار د منفي تبلیغاتو له امله دی !
جواب : ښه، تا ولي فرار وکړ ته خو په تبلیغاتو هم خبر وې؟ ها اروپا ته تللي افغانان هره ورځ په راډیو ګانو کي ږغيږي چي موږ د بې امنیتۍ، بې روزګارۍ، او د دولت د غصب او ظلمونو له کبله اروپا ته مهاجر شوو، دا تبلیغات دي؟
(۳۶) خلګ وايي په راتلونکي پسرلي کي به طالبان د ارګ پر دېوالونو ور وخيژي، دا تبليغات دي !
جواب : ښه، ته دا تبليغات ګڼې چي څلور سوه يي د ارګ په څنګ کي د مځکي در ووهل؟ هغوی خو داسي نه ویل چي ارګ به فتح شي، د ارګ پر دېوالونو خو د اسلام زمریان ور وختل!
(۳۷) افغانستان د درې سوه کلن انزوا څخه را وؤت، مخکي به یو خواته یو زبر ځواک بلي خواته بل موږ به په جګړه کي ؤ!
جواب : غولیدلي افغانان خو اوس هم د طالبانو سره په جګړه کي دي امریکایان بې غمه ناست دی، افغانستان د کومي انزوا څخه وؤت؟
(۳۸) تاسو پنځه لیکوالان او جورنالیستان د هغه چا پر شاوخوا نه شئ ښودلای چي وېره خپروي .
جواب : ځان ته د څو د دروغو په پوسټو بيخي لویه لوټه کښېښودل، طالبان داسي لیکوالان لري چي ګونګ به د کړي، ستاسو په ټول نظام او ستاسو د بادارانو په نظام کي ذبيح الله مجاهد غوندي ځیرک او جرئتمن جورنالیست نه وینو!
(۳۹) د شپې په فیس بوک کي یم او د ورځي په کار کي .
جواب : معلومه خبره ده چي د ۷۰۰ ډالرو لپاره پر دروغو ځان بد خابه کوې، او که د وطن میني اخیستی يي نو راشه د طالبانو سره جګړه وکړه، باداران د مات شول!



