برتانیه په جاسوسانو د جوماتونو څارنې کوي

کابل ټکی کام ۳۱وږی/۱۳۹۴

راپور: انصار

که څه هم د نوروو هېوادونو په پرتله په برتانیه کې بد امني دومره زیاته نه ده، خو بیا هم برتانیه غواړي د راتلونکو پېښېدونکو پېښو لپاره د مسلمانانو د جوماتونو څارنه وکړي.

د برتانیې په اړه خبري رسنیو څرګنده کړې چې جاسوسې ادارې یې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو نوی میتود په کار اچولی چې مسلمانانو ته پیسې ورکړي، او د جوماتونو معلومات ورته را غونډ کړي.

رسنیو زیاته کړې چې د برتانیې د جاسوسۍ ادارې ویلي دي چې اجنتوري کشف د کره او دقیقو معلوماتو را غونډولو لپاره ښه وسیله ده چې په زیاتو خلکو کې هم بل ته ضرر رسوونکي څرګندولی شي.

رسنیو د MI5مسلمانانو ته د پیسو ورکولو یادونه کړې ده چې راپور ورکوونکو ته به د شپږو میاشتو فعالیتونو په دوام ۲۰۰۰یورو ورکوي.

د برتانیې یو پخوانی د جاسوسۍ ادارې اجنټ او چارواکي دا مني چې د نورو هېوادونو په نسبت برتانیه ارامه ده، خو بیا هم د ۳۰ کالو را پدېخوا چې په یو شمېر هېوادونو کې ترهګري زیاته شوې ده، برتانیې ته هم د خطرونو د پېښېدو امکانات شته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button