سږنۍ کال به ۱،۴میلیونه حجاج د حج فریضه اداء کړي

کابل ټکی کام ۳۱وږي/۱۳۹۴

راپور: انصار

د سعودي عربستان چارواکو خبر ورکړی دی چې سږنۍ کال به ۱،۴میلیونه حجاج کرام د حج فریضه اداء کړي.

سعودي چارواکو د تېرو کلونو په نسبت د بهرنیو او د خپل سعودي لپاره د حجاجو شمېر کم کړی دی چې په مکه مکرمه کې د حجاجو لپاره د پراختیا کارونه لا سرته نه دي رسېدلي.

سعودي چارواکو ویلي دي چې د بهرنیو اسلامي هېوادونو څخه ورته ۱،۳۲۷حجاج د حج د فریضې د اداء کولو لپاره رسېدلي دي چې ۱،۳۲۷د الوتکو۳۷۰۰۰د موټر او ۱۳۰۰۰د سمندري لارو ورغلي دي.

د سږني کال د حجاجو کرامو مړینه سعودي چارواکو ۳۲۲ تنه یاده کړې ده، امکان لري په دې شمېر کې د مکې مکرمې د کراین د پېښې قربانیان هم شامل وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button