د الجزیرة نت نه په مننې
ژباړه : ع. اسد خیل
د سوریې رژیم او روسي هوایی ګډو جنګي الوتکو د سوریې په حلب ښار او شاوخوا باندې د تازه سختو بمباریو سلسله زیاته شوې ده.
همدا ډول یې د حلب ښار پولې هم تر خپلو شدیدو بمبارو لاندې راوستې دي چې یو زیات شمیر سیمه ایز ملکي اوسیدونکی یې وژلي او ټپیان کړي دي.
د سوریې او روسیې دغه تازه بریدونه چې نن د دوشنبې په ورځ پر خان طومان ښار باندې چې د حلب ښار نه جنوب غرب خواته په ۱۵ کیلو مترۍ کې پروت دي او یوه اونۍ وړاندې د جیش الفتح لخوا تر ولکی لاندی راغلی دی ترسره شول، د دغه ښار د جنوبی څنډو په نورو ښارګوټو هم ترسره شوی دي.
همدا راز نورې درنې بمبارۍ د حلب ښار لویدځ ته په یو شمیر تړانګو هم ترسره شوي دي چې له جملې نه یې خان العسل ښارګوټی دی چې د سوریې رژیم د مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې دی، سوريی او روسي ګډو هوایي جنګي الوتکو پرون د کفرناها په ښارګوټی کې یو روغتون هم تر برید لاندې راوستي دی، او په الأتارب کی یی یو دفاعی کمر بند هم بمبار کړی دی، چې دغه دواړه ښارګوټي د حلب ښار په لویدځو څنډو کې پراته دي.
پرون د سوریې رژیم ځواکونو د ایران د پاسدارن انقلاب او د لبنان د حزب الله، او نورو مختلفو وسله والو ملیشو په ملاتړ او د هوایی جنګي الوتکو د بمباریو، او ګڼو توپونو په بدرګه هڅه وکړه چې د خان طومان ښار بیرته له مخالفینو ونیسي خو ونه توانیدل.
په عین وخت کې، د الجزیرې خبریال وایی چې: د سوریی جنګي الوتکو نن د ادلب ښار په معرة النعمان، أریحا او آروم الجوز په ښارونو د سوریی او روسي الوتکو سخته بمباري ترسره شوه. چې دغه سیمې د یو کال راهیسی د وسله والو مخالفینو په لاس کې دی او کله ناکله دورته بریدونو هدف ګرځیدل، خو نن د رژیم د تازه بمباریو په نتیجه کې د یوې کورنۍ ۴ کسان وژل شوي او یو زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.
همدا راز د یوې کورنۍ ۳ ماشومان پرون هغه مهال ووژل شول چې کور یې د ادلب ښار په څنډه کې د بنّش په ښارګوټي کې د روسیی او سوریی د وحشي ځواکونو تر تاړاک لاندی راغی، دا هغه سیمه ده چې د څو میاشتو راهیسی د سوریی رژیم او مخالفو وسله والو ځواکونو تر منځ په روان اوربند کی شامله هم ده.
د بل پلو نه د سوریی د رژیم په روانو عملیاتو کې د سوریې په شمال کې د دغه رژیم هوایی ځواکونو نن د دمشق په پوله د الغوطة الشرقیة اړوند ښارګوټو چې پکې د دوما او عربین ښارګوټی شامل دی هم بمونه وورول، د الجزیری خبریال زیاتوي چي د دغه بمبار له امله یو ځایي اوسیدونکی وژل شوی او یو شمیر نور سخت ټپیان شوي دي.
رضاکارې ډلې وایی چې د سوریی رژیم په عربین ښار کي یو ملکی بازار د هاوان د توپونو په ګولیو ویشتلی چې نږدې ۲۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


















