کابل ټکی کام ۲۰غويي/۱۳۹۵، لیکنه: اکرام الدین مفتون
ایا د انسانیت قاتلان به په دې ویاړي چې په دې کړغېړن عمل یې طالبانو ته ماتې ورکړه؟
نه، هېڅکله داسې نشي کېدای، بلکې په دې وحشي او کړغېړن عمل سره یې یو ځل بیا یوازې د خپل شوم هدف، وحشت، چل او فرېب څخه وروستۍ پرده هم پورته کړه، او د ټولې نړۍ په وړاندې یې مجاهدینو ته په خپله د خپل مرګ داسې جواز ورکړو، چې بیا به د عقل خاوند طالبانو ته د ترورېست ګوته ونه نیسي.
اې د انسانیت قاتلانو!
تاسې مونږ په مرګ نه شئ ډارولی، او دا ځکه چې ایا تاسې خبر نه یاست چې مونږ ته له ژونده د شهادت مرګ څو چنده غوره دی؟
ایا تاسې ته دا پته نشته چې شهادت زمونږ تر ټولو لوی ارمان دی؟
ایا تاسې په دې نه پوهېږئ، چې شهادتونه زمونږ د مسلمان ملت لوړ افتخارات دي؟
او ایا تاسې په دې هم خبر نه یاست، چې د اسلامي تاریخ زرینه لړۍ همدا د شهادتونو لړۍ ده، او د اسلام ګلشن تل د همدغه شان ځوانانو په وینو خړوب او سمسور وي؟
خو لومړی مو په دې راز خبروم، چې مونږ هم په دې جهان کې اوسېږو، له هر څه خبر یو، په هر څه پوهېږو، او هر څه کولی هم شو، د ژوند رنګینۍ له مونږ څخه څه پټې او لرې نه دي، دا لوی لوی رنګین ښارونه، عالمي تجارتونه، لوړې څوکۍ، په نړیواله کچه سیاحتونه، بحري او هوایي سفرونه، مرمرین کورونه، اعلی موټران، د ساتېریو پارکونه، نړیوالې لوبې او دغه شان د دې پرمختللي دور د ژوند ټولې اسانتیاوې او خوندونه ځان ته برابرول، او په دې برخه کې برخه اخیستل، الحمدلله مونږ ته هېڅ مشکل نه دي، خو چې نه یې غواړو ولې؟
ځکه یې نه غواړو، چې مونږ مسلمانان یو، او مونږ ته د یوه اسلامي نظام ضرورت دی، او مونږ په دې ذمه وار یو، چې دغه نظام په هر صورت کېدای شي قائم کړو، او بیا دا هر څه د دې نظام په سیوري کې ترسره کړو، نو زمونږ وقار او عزت به پر ځای پاتې شي.
او الحمدلله مونږ څه پټې سترګې نه یو، مونږ د اسلام تاریخ مطالعه کړی، د صحابه وو له ژونده خبر یو، او په دې مو ډېر ښه سر خلاص دی، چې جهاد د سرونو د قربانیو لار ده، د زخمونو، زندانونو، لوږو، تندو، بې خوبیو، ستړیاوو او له هر رنګ ستونزو ډکه لار ده، او په دې لاره کې کامیابي یا د اسلامي نظام حاکمیت او یا شهادت دی، مونږ دا هر څه پر ځان منلي، او پس له هغې د جهاد میدان ته را وتلي یو.
که د جهاد په دې پاکه لاره کې د دښمن له لورې مونږ سره هر څه کیږي، مونږ د رب د رضا په خاطر پرې ویاړو، عزت او ښایست یې بولو.
مونږ د دښمن په وحشت او ظلم نه کمیږو، او نه وروسته کیږو، بلکې مونږ د سرو زرو په شان لا پخیږو، او لا پسې عزتمند او قیمتي کیږو.
خیر که تاسې د خپل وحشت له مخې د څو تنو بندي مجاهدینو مرۍ د دار پر رسیو بندې کړې، خو د دې مجاهدینو د تکبیر هغه غږونه چې د ژوند په وروستیو شېبو کې یې د دار پر سر وکړل، د مسلمان ملت ویده زمریان بیدار کړل، او ویښ زمریان یې دومره غوسه کړل، چې ډېر ژر به ستاسې سینې څیري کړي.
مونږ له وحشته ډار نه لرو، کرکه لرو.
د شهیدانو د وینو هر څاڅکی، د یتیم هره اوښکه، د کونډو او بورو میندو هره سلګۍ او د ټولو مظلومو مسلمانانو فریاد زمونږ ضمیرونه بیداروي، جذبې مو ځوانوي، احساس مو ژوندي کوي، د سرونو قربانیو ته مو هڅوي، او داسې متین عزم راکوي، چې نه مات شوی، او نه به مات شي.
اې د انسانیت قاتلانو، او د ديموکراسۍ زامنو!
دا وروستۍ خبره هم واورئ، چې انقلاب به روان وي، او دا وحشت به نور هم زیات کړي، خو داسې وخت به راشي، چې دا ستاسې جلادان به ستړي شي، د دار رسۍ به در ختمې شي، زندانونه به له ډېره زوره وشلیږي، له بمباریو به فضا لوګي لوګي شي، د ډېرو جنګونو له امله به د کاڼو او ونو رنګونه واوړي، د دروغو په تبلیغاتو به ستاسې ستوني وچ شي، خو…… یاد ولرئ، چې زمونږ د حق دغه نازولی کاروان به ان شاءالله چې همدغه شان د همدغه شان سرتېرو شازلمیو په قربانیو لا پسې تاند او ګړندی وي.
مونږ د دې خونړیو حالاتو او ستاسې د ظلم، وحشت او د خپلو طالبانو د سپیڅلو قربانیوتر شا خپله بریا خپل ارمان او د یو داسې سوچه اسلامي نظام حاکمیت وینو، چې د نړۍ ټول مظلومان څه چې د هوا مرغان او کاڼې ونې به هم پکې د سکون ساه واخلي، او د خوښۍ اظهار به وکړي.
مونږ مجاهد یو چې ژوندي یو نو ګلونه یو خوشبو خوروو
که څوک مو ورژوي، تخم شو بې شمېره ګلان نور ونیسو


















