لیکنه: م. حمد الله(دانشمند)
غواړم د عمر بن عبد العزیز (رحمه الله) د تګلارې او کړنلارې په اړه یوه لړۍ پیل کړم.
داچې ثمره او ګټه به یې څه وي؟
په لاندې کرښو کې یې ځواب موندلای شو:
(ا)- ډېری لوستونکي به د دې لویې هستۍ او نوموتې څېرې په اړه اړین معلومات تر لاسه کړي.
(ب) – تمه ده لوستونکي په تېره بیا هغه وګړي، چې له غاړې یې د یو مسؤلیت کړۍ تاو وي د هغه(رحمه الله) له تګلارې د عبرت درس واخلي.
(ج) – د هغه(رحمه الله) په ژوند لاره کې د یو رښتیني ‘امیر” څرک لټوای شو.
(د) – د پرهیزګارۍ، رښتینولۍ، امانت ساتنې، زړورتیا، خاکساري، انصاف او… ژوندۍ بېلګې د تاریخ په زرینه پاڼه کې د غوښتنې پر مهال چاته ښودای شو.
(ه) – د الهي لارښوونو، نبوي ملغلرو، اسلامي نوامیسو او دیني ارزښتونو، په اړه پکې ډېر څه لیدلای، لوستلای او زده کولای شو.
(و) – د ازادۍ او خپلواکۍ زرین انځور به پکې و مومو.
(ز) – د امت دلویانو ویاړمن تاریخ او ارزښتمن مسیر به مو یو ځل بیا د فکر فضا ګلورینه کړي.
(ح) – ژباړن ته به ستر څښتن(جل جلاله) د دې زرینې لړۍ د پیل او له هغوی سره د مینې له امله د دې سپېڅلي بهير ملتیا ور په برخه کړي.
[المرء مع من احب].
په یاده لړۍ كې به له “سيرة عمر بن عبد العزیز” نومي کتابه استفاده وکړم، کوم چې د “عبد الله بن عبد الحکم” یو نایاب تصنیف دی.
د مصنف لنډه پېژندنه:
یاد مصنف(عبد الله بن الحکم) په(۱۵۵)م هجري کې په اسکندریه کې زېږېدلی، په (۲۱۴)م کې د روژې په مبارکه میاشت کې له دې فاني نړۍ کوچېدلی.
د مصر له سترو فقهاو ځخه ګڼل کېده، له مالکي مذهب سره یې تړاو لاره. “مالک بن انس، لیث بن سعد، مفضل بن فضالة او …-رحمهم الله- یې له شیوخو ځخه دي.
د امام النووي په ګډون یې ډېرو مخکښو څېرو مقام ستایلی!
دا چې یاد سیرة ښه پراخه لمن لري، د ټول ژباړل به په دې حساس پړاو کې په بندګي نظر ناشونی وي؛ ځکه به نو یواځې هغه څه ترې را غونډ کړم، چې د ترهیب او ترغیب په ډګر کې مهم رول لوبوي، او د لوړ په لیکه موادو محتوا یې رغنده نتیجه او ږېږنده وي.
له هرې برخې سره به لازم نصيحت هم په پام کې نیول کېږي.
نور بیا ….


















