د بلخ په کشنده کې درنده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۲۴غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له بلخ ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د محلي پولیسو او طالبانو تر منځ درنده جګړه روانه ده.
خبر وايي، په جګړه کې چې له دواړو لوریو څخه د سپکو او درندو وسلو څخه کار اخیستل کیږي، ښايي دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتي وي.
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې د جګړې په تأیید کې ویل شوي دي، چې په دغه جګړه کې تراوسه پورې د محلي پولیسو یو مهم قومندان (مخدوم خبیر) له څلورو نورو محلي پولیسو سره وژل شوی دی.
طالبان ادعا کوي، چې په دغه جګړه کې دوی ته ۱ میل پیکا ماشیندار هم لاسته ورغلی دی.
تراوسه پورې دولتي چارواکو د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده، تېره ورځ هم د دغه ولایت د دغې ولسوالۍ اړوند په تنج سیمه کې د افغان عسکرو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه، چې له کبله یې د ۲ مشهورو قومندانانو په ګډون اتلسو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.



