کابل ټکی کام ۲۴غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په اسلام اباد کې د کابل سفیر ښاغلي ډاکټر عمر زاخېلوال په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي، چې د پاکستان د پوځ له مشر ښاغلي راحیل شریف سره یې د یوې ناستې په ترڅ کې د تورخم پوله پرانیسته.
ښاغلي زاخېلوال ویلي دي، د دغې ناستې موخه نه یوازې د تورخم پولې پرانیستنه وه، بلکې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ژورو ستونزو او عواملو اړوند هم وه.
ډاکټر عمر زاخېلوال لیکلي دي، چې له ناستې وروسته راحیل شریف خپلو قواوو ته لارښوونه وکړه، تر څو د تورخم پوله همدا اوس د مسافرینو او سوداګریزو توکو پر مخ پرانیزي.
راحیل شریف له زاخېلوال سره ژمنه کړې ده، چې بیا به تورخم او یا هم بله سرحدي پوله بنده نه کړي.
له تورخم څخه هم یو شمېر عیني شاهدانو رسنیو ته تأیید کړه، چې لاره پرانیستل شوې ده.
د یادولو ده، پاکستان له تېرو ۴ ورځو راهیسې له افغان پوله ساتونکو سره د کړکېچ له کبله بنده کړې وه، چې افغان مسافرین یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.


















