داسې بوټونه چې د ماشومانو د ورکېدو مخه نیسي

کابل ټکی کام ۲۸غويي/۱۳۹۵، انجینر میرویس څرګند
په چین کې یوه شرکت د ماشومانو لپاره داسې بوټونه اختراع کړي دي، چې د هغو په پښو کولو سره د ماشوم د ورکېدو مخه نیول کیږي.
د دغو بوټونو د پېژندنې او صفاتو په اړه په رسنیو کې ورکړل شوي معلومات وايي، دغه چینایي شرکت یو ډول کوچني بوټان جوړ کړي دي، چې له الکترونیکي تجهیزاتو څخه پکې استفاده شوې ده.
معلومات ښيي، د دغو بوټونو نوم چې (۳۶۱ سمارټ بوټونه) دی، پکې یوه کوچنۍ دستګاه، ۴ جي بي رېم او جي پي اېس نصب شوی دی.
معلومات زیاتوي، د مور او پلار په موبایل کې د دغو بوټانو اپلېکېشن انسټالیږي، چې په مټ یې د خپلو ماشوم موقعیت معلومولی شي.
د معلوماتو پر اساس دغه بوټان چې بې سیم ډول چارج کیږي، د خلکو د لا مینې سبب ګرځېدلي دي.
د دغو بوتانو بیه ۸۰ ډالره ښودل شوې ده.
د دغو بوټونو تصویرونه چې رسنیو خپاره کړي دي، په ډېره ښکلې بڼه سره جوړ شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button