کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴
راپو: انصار
د پخوانیو ازبک ملېشو قمندان او د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم د طالبانو سره په سوله کولو ټینګار وکړ، ویې ویل بې له سولې د افغانستان د مسئلې د حل بله لار نشته.
جنرال دوستم د ایر ان راډیو ټلویزون خبري اژانس سره په وینا کې ویلي دي چې په افغانستان کې د نا امنیو پای ته رسېدل یوازې او یوازې د طالبانو سره د سولې له لارې راتلای شي.
جنرال دوستم د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت خپور شوي پیغام کې ویلي د افغان ولس تر ټولو مهمه غوښتنه د طالبانو او د دولت ترمنځ د مذاکراتو په دوام سوله کول دي.
جنرال دوستم په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو ته په اشاره وویل، د هېواد ټوله شتمني او اقتصاد او کلتوري ډګر کې افغان ولس نه جبران کېدونکې تاوانونه ولیدل.
جنرال دوستم په خپلو هلو ځلو د باور په څرګندولو سره ویلي چې د تېرو ۱۳کالو په اوږدو کې یې د یادونې وړ لاس ته راوړنې لري چې افغان ولس ته یې د خدمت کولو هدف ګرځولی دی.


















