یمني ځواکونو د عربستان په جنوبي سیمه برید وکړ

کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴

راپور: انصار

د یمن دفاع وزارت په یوه خپره کړل شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د انصارالله ځواکونو د عربستان په جنوبي سیمه د درنو وسلو او هاوان په وسیله برید کړی دی.

د پرېس ټلویزون د راپور له مخې یمني ځواکونو د سعودي سره د جیزان په ګډه پوله په عربي خاوره کې د سعودي پوځیانو په پوځي پوستو بریدونو کړي دي چې پکې د یوه سعودي پوځي افسر په شمول دوه عسکر وژل شوي دي.

د یمن دفاع وزارت وایي، یمني پوځیانو د عربستان د بې رحمه هوایي بریدونو په بدل کې پر سعودي برید کړی دی چې د سعودي هوايي ځواکونو په پوره بې رحمیو سره په تېرو څلورو ورځو کې د یمن ۲۳۰تنه ملکي وګړي وژلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button