په سرپل کې سیلابونو۲۴کسان وژلي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ دغويي ۳۰ عبدالهادي همت

ځايي چارواکي وايي پرون سهار د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله دوه سوه کورونه ويجاړ شوي،  ۲۴ کسان له منځه تللي، لس تنه ټپيان او شاوخوا ۳۶  نور ورک دي.

د سرپل لوړپوړیوچارواکو رسنیو ته وويل چې د سختو سيلابونه  ددې ولسوالۍ په خواله سيمه کې  راووتل.

د چارواکو په خبره، سېلابونو د استوګنې شاوخوا دوه سوه د هستوګنې ودانۍ( کورونه، جوماتونه، ښوونځي او ژرندې) ويجاړ او سلګونه جريبه ځمکه زيانمنه شوې ده.

چارواکو زياته کړه چې په ټوليز ډول وژل شوي، ټيپان او لا درکه کسان شاوخوا ۷۰ تنه وو چې تر اوسه د ۲۴ کسانو مړي موندل شوي، لس تنه ټپيان دی او پاتې نور لا هم ورک دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button