د قذافي خزانه وموندل شوه، خزانه د ځمکې لاندې له سرو او سپینو زرو نه ډکه ده

اژانس: د خبرونو آینه:

د لیبیا د پخوانی مشر معمر القذافي له وژل کیدو نه وروسته هم په لیبیا کې د هغه سرمایه په چلیدو کې ده. په داسې حال کې چې د لیبیا حکومت له سختو مالي لګښتونو سره لاس او ګریوان دی تر دې چې د حکومتي مامورینو معاشات هم نشي برابرولی. پدې چې د لیبیا په خاوره کې بې شمیره حکومتونه واکمني لري او هر حکومت ځانته تمویلوونکي لري.

 

په تقدیری ډول او په ناببره توګه لیبیا داسې څه کشف او ترلاسه کړل چې کولای شو د (علاء الدین د خزانې) نوم ورکړو، هغه دا چې د لیبیا په البیضاء ښار کې پروت د لیبیا د مرکزي بانک په یوه څانګه کې د سرو او سپینو زرو ټوټې د ځمکې لاندې په یوه پټنځای کې موندل شوي دی.   

 

حکومت اوس له یوې بلې ستونځې سره مخ دی او هغه دا چې هغه لیبیایی مسؤلین چې د دغه مرکزي بانک په څانګه ولکه لري خزانه ورسره پرته ده خو د خزانې هغه کلیانې په لاس کې نه لري چې نوموړې خزانه پرې پرانیزی، په داسې حال کې چې د پرانیستلو کلیانی یې د طرابلس له سیمه ایز حکومت سره دی خو د طرابلس له حکومت سره بیا دغه خزانه نشته. 

برسیره پر دي د سرو او سپینو زرو د دغه ټوټو او روپیو پر یوه مخ د لیبیا د پخواني مشر معمر القذافي داسې انځور کښل شوې دی چې پوځي جامه یې پر تن ده، دا ډول پیسې په ۱۹۷۹م کې هغه مهال بازار ته ووتې چې د قذافي د واک ته په رسیدو د لسمې کلیزې د لمانځنې په ویاړ تیارې شوې وې، د دغو پیسو په دوهم مخ د هغې کلا انځور کښل شوی دی چې د سبها په جنوبي ښار کې پرته ده او د ایټالوي ښکیلاک دورې ته منسوبه ده، دا هغه ځای دی چې هلته قذافي خپله لومړنۍ وینا وړاندې کړه او خپل ځان یې د هیواد مشر اعلان کړ.  

 

(الحبري) نومی شخص چی د لیبیا په ختیځ کې د دغه مرکزي بانک د ساتنې دنده په غاړه لري وایی د دی توان لري چې دغو پیسو ته لاس رسی پیدا کړی، خو په موجوده بڼې سره یې پلورل ناشونی دی، لکه څرنګه چې د الدستور ورځپاڼې یادونه کړې ده.

الحبري زیاتوي او وایی: زه نه غواړم چې بازار ته د قذافي د مخ د انځور په عرضه کولو سره د لیبیا په واټونو کې د خلکو تر منځ د شخړو باعث وګرځم.

 

کیدای شي دغه پیسې تر څه وخته پورې د همدغه مرکزی بانک په پټنځای کې پاتې شي، او یا به یې د لیبیا حکومت د غلا کولو هڅه وکړي، او دا هغه څه دی چې ((وول ستریت تجورنال) یې خبر ورکړی چې د لیبیا د مرکزی بانک ساتونکی د داسې باخبرو اشخاصو څخه د مرستي ترلاسه کولو په لټون کی دی چې دغه خزانه پرانیزي او پکې پرته سرمایه وباسي څو ګټې ته وسپارل شي.

 

د امریکایی ورځپانې د لیکنې سره سم (الحبری) هڅه کوی چې هغه دوه مشهور خزانه پوهان را پیدا کړی چې څه موده مخکې یې وکولای شول د رژیم اړوند یو شمیر خزانې یې ماتي کړی، او پکی پرته سرمایه یې د لیبیا وسله والو پاڅون کوونکو ته په لاس ورکړه، چې یو له دوی نه (خادم) نوم لري چې انجنیر دی، او دوهم ملګری یی (الفیتوري) نومیږي چې د موټرو او کورونو د دروازو د قلفونو د جوړولو مسلکی او متخصص دی. 

مأخذ: المرصد 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button