زابل: درې تنو پولیسانو خپل لس ملګري وژلي

کابل ټکی کام فرید احمد ۳۰ غوايي ۹۵
له زابل ولایت څخه راپورونه وايي، هغه درې تنو پولیسانو چې د طالبانو لخوا د پولیسو لیکو ته شامل شوي وو، په یوه برید کې لس پولیس وژلي دي.
په زابل کې دولتي چارواکو هم منلې ده چې نن سهار څلور بجې د کلات ښار د زافر خیلو په سیمه کې دوو پولیسو خپل اته کسه ملګري وژلي دي.
دغه درې تنه پولیس چې له ډېرې مودې راهیسې یې له طالبانو سره لاره درلوده، په کامیابۍ سره برید ترسره کړی او له پوره مهماتو سره د طالبانو لیکو ته رسیدلی دي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم دعوه کړې چې درې تنه نفوذي ملګرو یې په پوسته کې پولیس وژلي، له رېنجر، وسلو او مهماتو سره یې ځانونه تر طالبانو پورې رسولي دي.
دا لمړی ځل نه دی چې د افغان امنیتي ځواکونو په مینځ کې د طالبانو نفوذي ملګري ورته پېښې ترسره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button