په  هلمند کې یوه بار وړونکې بهرنۍ الوتکه لوېدلې ۹ بهرني وګړي کې وژل شوي دي

الوتکه  تیره ورځ مازدیګردهلمند ولایت دګرمسیر ولسوالۍ  د دوېر په نوم د امريکايي ځواکونو په هوايي ډګر کې د کېناستو پر مهال د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.

د ګرمسېر ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې رسنیوته وويل چې ياده بار وړونکې الوتکه له غورځېدو مخکې اور اخيستى او بيا لوېدلې ده.

د اذربايجان رسنيو هم خبر ورکړى چې د دوى د يوه شرکت الوتکه چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په کرايه نيول شوې وه، لوېدلې ده

په دې پېښه کې پنځه د اذربايجان، درې د اوکراين او يو د ازبکستان وګړي چې ټول د الوتکې پيلوټان او کارکوونکي وو وژل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button