شبیراحمد عثماني
زمونږ په هیواد کې دامریکا او ناټو د پوځونو له ناکامي وروسته امریکایانو جنګي ستراتیژي بدله کړه له یوې خوا یې د خپلې ناکامي د پټولو هڅه وکړه او له بلې خوا یې افغانان په خپلو کې سره مخامخ کړل او پدې ډول یې خپلو اهدافو ته د رسیدو بله هڅه وکړه.
امریکا او ناټو په افغانستان کې خپله ستره لاسته راوړنه دیموکراتیک نظام ګڼي او د دې لاسته راوړنې لپاره که هرڅومره افغانان ووژل شي د دوی په نزد یې هیڅ باک نشته او هغه هم یاغي دیموکراسي، (انارشیزم) په کندهار کې جنرال صیب عبدالرازق خان ته قانون هیڅ اهمیت نه لري پخپل سر بې دریغه صحرایي وژنې کوي، شخصي زندانونه لري، د بشر حقوق په بشپړه توګه ترپښو لاندې کوي خو داسې څوک نشته چې دصحرایي وژنو پوښتنه ترینه وکړي او د دې بشرضد کار څخه یې راوګرځوي.
په هرات کې پخوانۍ جنګ سالار تورن اسماعیل خان کله په خپلو پخوانیو ملیشو وسلې ویشي او کله د قانون پورته کارونه کوي د ملیشو جوړولو لپاره خلک تیاروي او غواړي چې په دې ډول هم د اشرف غني نظام وګواښوي او هم له خارجي ځواکونو امتیازات ترلاسه کړي، داسماعیل خان صورت که یوڅوک وګوري نو داسې ښکاري چې په هیڅ ډول به له اسلامه تیر نشي خو که دتیرې یوې لسیزې سیرت یې مطالعه کړو نو دغربي دیموکراتیک نظام یوه برخه و. پدې نظام کې هر قسم ناروا یې روا ګڼلي، اشغالګر ځواکونه یې محترم بللي د هیواد اشغال یې جائز ګڼلی.
په بلخ کې د جمعیت اسلامي د اجرائیه شورا مشر او د بلخ والي عطا محمد نور بیا بالکل مستقل حکومت او قوت لري چې نه خو د کرزي په رژیم کې چا تابع کړای شو او نه هم د موجوده ملي وحدت په نوم حکومت ته کوم اطاعت لري. یو ځل خو د ده او د اشرف غني تر منځ د ناوړه مکالمي هم په رسنیو کې خپرې شوې. عطا محمد نور په بلخ کې ځانته ملیشې لري چې همدا درې ورځې وړاندې یې هم د بلخ ولایت په کشنده کې له طالبانو سره نښتې لرلې او طالبانو یې یو نږدې معتمد ملګری قوماندان له خپلو څلورو تنو ملګرو سره وواژه، عطا محمد نور د اشرف غني د لومړي مرستیال دوستم د ملیشو سره هم وخت نا وخت ښکیل کیږي او د دوی ترمنځ پخوانۍ دښمني را برسیره کیږي نور هم په هیڅ صورت نه غواړي له طالبانو سره سوله وکړي ځکه هغه پوهیږي چې د طالبانو په راتګ سره به د دوی دفساد (غلا) مخه ونیول شي نه تنها د ده، بلکې د جمعیت اسلامي د ټولو مشرانو (چې په اوس وخت کې د امریکا په مهربانۍ په لوړو پوستونو کې ځای پرځای شوي او په پراخه کچه په فساد کې ښکیل دي) مخه به ونیول شي
دا ګوند که څه هم ځانونه مجاهدین ګڼي خو داعیه او کړه وړه یې یو تربله دځمکې او آسمان توپیر لري.
د ملي وحدت حکومت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د اصلاحاتو په برخه کې د ملي وحدت حکومت د مشر اشرف غني احمدزي خاص مشاور او استاذی احمد ضیاء مسود د هیواد شمالي ولایتونو ته سفرونه وکړل او خلک یې وهڅول چې د طالبانو په وړاندې وسلې ته لاس کړي ، دوی په ځغرده وویل چې باید طالبانو په وړاندې جګړه تیزه کړل شي نو اوس به څنګه اووایو چې سوله ممکنه ده؟!
خو ترټولو مهمه خبره داده چې دتیر جهاد او روان جهاد چې دواړه د یرغلګرو پوځونو پرخلاف ترسره شوي او کیږي، نه یوازې د هیواد آزادي هدف و بلکې په هیواد کې د بشپړ شرعي نظام د قیام لپاره د افغانستان ملت قرباني ورکړي، ځکه خو یې قربانیانو ته شهیدان ویل کیږي او که دا هدف نه و نو دا جنګ یوازې دجګړې په تعریف پاتې کیږي نه د جهاد.
راځو دې ته چې امریکا به دا قبوله کړي چې په افغانستان کې دې بشپړ شرعي نظام راشي؟ زما په خیال امریکا دا نشي قبلولی ، ځکه په شرعي نظام کې حدودالله پلي کیږي او امریکا حدودالله ته دبشري حقوقو د نقض په نظر ګوري . په هیواد کې موجوده حاکم رژیم هم په دې برخه کې کاملا دامریکا او نورې کفري نړۍ مرسته کوي او دشرعي حدودو په وړاندې مقابله کوي او نه یې مني نو معلومه شوه چې سوله څوک نه غواړي.
په تیر او روان جهاد کې حزب اسلامي هم د اسلام او خپلواکۍ ډبره په سینه پورې مښله او په ثبت ریکارډ یې ویناوې موجودې دي چې ویل به یې حزب اسلامي او د حزب مجاهدین داسلامي شرعي نظام نه په بل هیڅ نظام نشي رضا کیدلی، خو اوس په مطبوعاتو کې داسې رپوټونه خپریږي چې حزب اسلامي د خپلو پخوانیو سیاستونو څخه تیرشوی هم یې په هیواد کې د پردیو اشغال ومانه او هم یې د حدودالله د پلي کولو سیاست نفي کړ محض په یوه یا دوه مادوکې یې پدې اکتفاء وکړه چې هیڅکله به په هیواد کې داسلام پرخلاف قوانین نه جوړیږي خو هیڅ داسې کومه ماده پکې نشته چې حدودالله به په هیواد کې حتما نافذ کیږي.
خو که د طالبانو موقف او دریځ ته ګورو هغوی پخپله مدعا کلک ولاړ دي او داسې معلومیږي چې د نړۍ هیڅ قوت به پیدا نشي چې له خپلې داعیې یې راوګرځوي. طالبان غواړي هیواد یې په فکري او فزیکي توګه له اشغال څخه آزاد وي، په هر ډول شرائطو کې شرعي نظام حاکم وي او د دې لپاره داسې قربانۍ ورکوي چې انسان په حیرت کې اچوي ځکه چې د عقل غوښتنه داده چې مرګ ته هیڅوک هم په خوشحالۍ نه ورځي مګر طالبان په دې پوهیږي چې له ژونده محروم کیږي مګر بیا هم په خوشحالۍ او ویاړ د قربانۍ میدان ته هسکه غړۍ درومي.
نو نتیجه دا شوه یو خواته داشغال پلویان او دشرعي نظام مخالفین چې د امریکا ترچترلاندې په یو حکومت کې سره راتول شوي او هر یو یې یوازې د قدرت او امتیازاتو مینان دي او بل خواته د سوچه شرعي نظام او د هیواد د خپلواکۍ مینان دي او دا ډله پدې هم ډاډه ده چې د افغانستان غوڅ اکثریت یې د داعیې ملاتړي دي او خپلې مدعا ته د رسیدو پرته په پل هیڅ څه نه راځي کیږي.
اوس که حکومت په رښتیا هم دسولې طرفدار وي او د افغانستان د ملت د ارادو ممثل وي نو باید د ملت غوښتنه ومني ترڅو سوله راشي او کنه د سولې نارې هسې دافغانانو په سترګو د خاورو شیندل دي.
















