کابل ټکی کام ۰۳سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار جنوبي کوریا چې د شمالي کوریا سره یې د ګډې پولي په سر اختلافات مخ په زیاتېدو وو خپل پوځونه یې په ګډه پوله زیات کړل. جنوبي کوریا دولتي رسنۍ یو نهاپ لیکلي چې جنوبي کوریا د شمالي کوریا د لوړ رتبه چارواکو سره په ګډه پوله مخ په زیاتېدونکو اختلافاتو مخه ونیوله، او د ستونزو د را کمولو موافقه یې وکړه. د دواړو کوریاوو تر منځ تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو چې کله په ګډه پوله د جزیرې سره دواړو پوځونو یو پر بل ډزې پیل کړې، شمالي کوریا جنوبي کوریا ته ګواښ کړی وو، چې د دوی هغه تبلیغات چې د شمالي کوریا پر خلاف یې کوي د زور د لارې به یې له منځه یوسي.


















