طالبان چوپ نه دي ناست!/ عاکف مهاجر

کله چې دامریکا حکومت دناټو او نورو هیوادونو په شمول په افغانستان کې دطالبانو حکومت راوپرځولو او دلته یې لومړی دجرمني هیواد دبن په ښارکې جوړشوي تیار واکمنان افغانستان کې مقرر کړل له هغه راوروسته هروخت په حکومت کې دننه او ولسي وګړو دا نعرې وهلي دي چې په هر سرحد کې پاکستان حکومت دافغانستان خاوره یرغمل کړې ده او دافغانستان خاورې ته راننوتلي دي او په کنړ او ننګرهار کې خو یې دافغانستان په خاوره په زرګونو توغندي وو وورول.
دڅوکلونو په دوران کې خو دافغانستان حکومت یې مقابل کې هروخت چوپه خوله پاتې شوی دی دسرحدي ځواکونو لخوا یې لومړی مخه نیول شوې ده هرځل خو دمشرانو په اشاره وروسته هغوی هم ورته په ننداره ناست شوي دي. لنډ مثال یې دطورخم چې څو ورځې وړاندې پکې دسرحدي ځواکونو او دپاکستان دملیشه وو ترمنځ په یوه پوسته باندې سره جنجال راغی، چې په ترڅ کې یې درې ورځې دطورخم دروازه هم تړلې وه. په څلورمه ورځ دشمشاد خبریال وویل چې دطورخم دروازه دمسافرو او دتجارتي مالونو پرمخ خلاصه شوه خو ځایي خلک وایي او مونږ یې هم وینو چې کار په هغه پوسته بیرته شروع شوی دی په کومه چې لانجه رامنځ ته شوې وه.
خو دننګرهار چارواکي یې نه مني خو تقریبا میاشت مخکې دطالبانو دقطر ددفتر غړي دپاکستان په سفر راغلي وو طالبانو هغه وخت ویلي وو چې دراتګ مهم ټکي یې دملابرادر اخوند دخلاصون خبرې او دپاکستان لخوا دافغانستان په خاوره په ګڼو سرحدونو کې تیری او دمهاجرینو دتنګولو په باره کې دی.
تیره ورځ دافغانستان دحکومت سفیر عمر زاخیلوال اعلان وکړ، چې دپکتیکا په انګور اډه کې اتلس کیلومیټره پاکستان بیرته په شاشو او کوم تأسیسات یې چې جوړ کړي وو هغه یې هم افغانانو ته وسپارل.دمهاجرو په هکله یې هم پاکستان اعلان وکړ، چې نور به مهاجر په پاکستان کې نه تنګیږي یواځې دملا برادر خبره پاتې شوه، هغه هم پاکستان ویلي وو چې هغه کې مونږ خود مختاره نه یو بلکې هغه مونږ دامریکایانو سره په ګډو عملیاتو کې نیولی دی.

همدارنګه تردې یوڅو میاشتې دمخه دسعودي دمسافرو ټولنې هم تر طالبانو پورې دیوه پیغام په توسط سره خپل غږ رسولی وو چې هغه پیغام یې رسنیو هم خپور کړ. دسعودي دمسافروټولنې په خپل پیغام کې لیکلي وو چې دافغانستان حکومت له سعودي مسافرو سره هیڅ خواخوږي نلري اوهیڅ غم یې نه خوري مسافر له زیاتو ستونځو سره مخ دي هیله ده چې طالبان دافغانانو په صفت زمونږ غم وخوري او دسعودي له حکومت سره خبره وکړي.
داسې انګیرل کیږي چې طالبانو دې په پټه دسعودي له حکومت سره هم دسعودي دمسافرو اندیښنې شریکې کړې وي ځکه ترهغه پیغام هم څه وخت وروسته دسعودي حکومت او افغان حکومت په سعودي کې میشت دافغان مسافرو باره کې ډاډ ورکړ، چې هیله ده لنډ وخت کې یې دپاسپورټونو مشکلات حل شي.
لنډه داچې سره له له دې چې طالبان هیڅ څوک هم په رسمیت نه پیژني او له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي خو بیاهم نړیوال له افغان حکومت نه طالبانو ته په لوړه کچه نظر باندې ګوري او کوم څه چې ددولت په غوښتنه یې نه ترسره کوي دطالبانو په غوښتنه هغه کارونه عملي کوي او طالبان ترافغان حکومت وس هم دولس او دهیواد په مصالحو کې ستر رول لوبوي او لوبولی یې دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button