د مرګونو اوازې د چا په ګټه دي؟/ هېواد خوږیاڼی

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالب مشرانو د مرګ اوازې په رسنیو کې خپریږي. دغه د دروغو اوازې لومړۍ پاکستانۍ رسنۍ کوي او بیا وروسته پرې افغاني رسنۍ هم شخوند وهي.
کله وايي طالبان روغه کوي، کله وايي طالبان سوله نه کوي، کله وايي په طالبانو مو زور نه رسېږي، کله وايي د طالبانو پرضد باید پوځي اقدامات وشي، کله وايي پوځي اقدام د ستونزې حل نه دی او کله یو څه او کله بل څه خپروي.
پاکستان په خپل دوه مخیتوب غواړي هم نړۍ ته دوکه ورکړي او هم طالبانو ته ګوتڅنډنه وکړي، که ددوی په امر ونه چلیږي، نو داسې به وکړو او هاسې!
تېره ورځ پاکستانیو رسنیو خبر ورکړ، چې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور په کوټه کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
له دغه خبر وروسته افغان، پاکستان او نړیوالو رسنیو پرته له کوم ثبوت د نوموړي وژل کېدل تایید کړل او نن د رسنیو ګرمه موضوع د نوموړي وژل کېدو خبر دی.
طالبانو د څو ساعته ځنډ وروسته د نوموړي وژل کېدل رد کړل او په خپله خپره کړې اعلامیه کې وویل چې مشر یې روغ رمټ دی او د امریکا په به پېلوټه برید کې د کوټې ښار یو بلوچ او بل پښتون وژل شوي او هغوی ملکي وګړي وو، نه طالبان!
په داسې حساسو شېبو کې دې طالبان ستراتیژیک سکوت نه کوي، بلکې د خلکو د ذهنونو د خرابوالي د مخنیوي په توګه دې د نوموړي غږ او که امکان وي ویډیو خبرې خپرې کړې او د هماغه شېبې نېټه دې هم ذکر کړي، ځکه طالبان په نړۍ کې په میلیونه پلویان لري او داسې اوازې د هغوی په زخمونو د مالګې دوړه ول دي.
رسنیو ته هم پکار ده، چې د بې ځایه اوازو د خپرولو پرځای د طالبانو له ویاندویانو سره خبرې وکړې او د هغوی نظر دې هم واخلي او عام خلک دې په ذهني توګه نه نارامه کوي.
د مرګ اوازې د هېچا په ګټه نه دي، بلکې خلک په ذهني توګه نارامه کوي او بس!



