داعش ۲۵ تنه عراقي زندانيان دتيزابو په تالاب کې غرق کړل

العربية. نيـت
داعش دوژلو په اساليبو او وسائلو کې تفنن او نوي نوي ابتکارات کوي ، د وروستنيو ابتکاراتو په لړ کې نوموړي ګوند دعراق په موصل ښار کې ۲۵ عراقي زندانيان له نائټريک اسيډ يا تيزابو څخه ډک حوض کې په غرقولو ووژل.
د عراقي رسنيو دځينو هغو راپورونو په اساس چې دموصل ښار څخه سرچينو ورکړي ويل شوي چې داعش ۲۵ زندانيان عراقي حکومت ته دجاسوسی په تور د نائټرک اسيډ تالاب ته وروغورځول.
په راپور کې ويل شوي چې دنوموړي تنظيم غړو هر زنداني په رسی تړلی دتيزابو حوض ته ورغورځول تردې چې اندامونه يې ويلي شول.
سرچينې دنوم نه ښودلو په شرط وويل: چې داعش ډلې دا کار دولسي خلکو په وړاندې ترسره کړ ترڅو دهغوی په خبره دخلکو لپاره دعبرت سبب وګرځي.
ويل کيږي چې دغه نوعه تيزاب دانسان جسم خوري، او عادتا دکمياوي کود او متفجره موادو په جوړولو کې ترې استفاده کيږي.



