«امریکا او افغان حکومت د ملا رسول ډلې ملاتړي دي»

کابل ټکی کام ۰۴غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د وال سټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې له لورې په خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې امریکا او افغان حکومت د ملا رسول ډلې ملاتړي دي.
ورځپاڼې د ملا رسول ډلې څخه پرده پورته کړې ده، چې وسلې او پیسې ورته افغان حکومت د امریکا د استخباراتو په همکارۍ ورکوي.
ورځپاڼې ویلي دي، چې له دغې ډلې څخه افغان حکومت او امریکا ځکه ملاتړ کوي، تر څو د طالبانو په منځ کې دغه پورته شوی درز پیاوړي وساتي.
ورځپاڼې زیاته کړې ده، چې افغان حکومت په هلمند، پکتیا او د هرات شینډنډ کې د محمد رسول او ننګیالي نومو قومندانانو سره په مستقیمه توګه مرسته کوي.
د ملي امنیت شورا دغه خبره ردوي، او وایي، چې طالبان د دوی دښمنان دي، ورسره د مرستو خبره هېڅ حقیقت نه لري.
باید ووایو، وړاندې هم یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې ملا منان نیازی په کابل کې مېشت دی، او د افغان حکومت تر سیوري لاندې خپل ژوند تېروي.
د یادولو ده، دغه څو کسیزه ډله چې د ملا اختر محمد منصور اخوند په ټاکل کېدو سره د طالبانو له صف څخه جلا شوه، او د افغان حکومت په مرسته یې په یو شمېر سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو سره یو ځای د طالبانو پر خلاف فعالیت پيل کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button