ایران وايي، د طالبانو مشر یې هېواد ته سفر نه دی کړی

کابل ټکی کام ۰۳غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ واشنګټن پوسټ او د ملي امنیت ادارې خبر ورکړ، چې د پاکستان بلوچستان صوبه کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملا اختر محمد منصور اخوند موټر په نښه شوی، او نوموړی پکې له منځه تللی دی.
له دغه خبر سره سم پاکستاني چارواکو وویل، چې د برید له سیمې څخه یې د ولي محمد په نوم یو پاسپورټ ترلاسه کړی دی.
چارواکو وویل، چې ولي محمد له ایرانه دغه هېواد ته وراوښتی دی.
مګر دا مهال ایراني چارواکو دغه ادعا په کلکه سره رد کړې ده.
ایراني چارواکو ویلي دي، چې په دغه نېټه نه دا ډول څوک ورغلی دی، او نه هم ترې بهر شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button