عطا نور وايي، که طالبان د ملا اختر محمد منصور مرګ تأیید کړي، جګړه به هم پراخه او تونده کړي

کابل ټکی کام ۰۴غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بلخ سرپرست والي عطا نور وايي، که طالبان د ملا اختر محمد منصور وژنه تأیید کړي، جګړه به هم پراخه او تونده کړي.
د بلخ سرپرست والي عطا نور د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، دغه جګړه به ځکه پراخه او تونده شي، چې هدف به یې د ملا اختر محمد منصور اخوند غچ اخیستنه وي.
«د ملا اختر محمد منصور په وژل کېدو سره به د افغانستان یو شمېر سیمې به نورې هم نا امنې شي.»
عطا نور د خبرداري په توګه وویل، راتلونکو اونیو کې به په افغانستان کې سرتیري بریدونه نور هم زور ونیسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button