دولت دې نه خوشحاله کېږي!/ هېواد خوږیاڼی

د افغانستان د دولت او  نړیوالو اسلام ضد رسنیو ګرمه موضوع د ملا اخترمحمد منصور د وژل کېدل دي. دوی ساعت په ساعت نوې خبرې کوي او د بېلابېلو ډلو نظرونه اخلي.

دوی په جامو کې نه ځاییږي، دوی د خوښۍ اتڼونه کوي او داسې فکر کوي، چې ګوندې د منصور وژل کېدل به د روان جهاد پای وي او ددوی چې نور زړه څه وغواړي هماغه به کوي.

دولت او پلویان دې خبر وي، چې منصور صاحب که په رښتیا هم شهید شوی وي، نو دغه ډله به خپل نوی امیر وټاکي او ستاسې د لانجمنو ټاکنو غوندې به نه وي، چې څو میاشتې وخت یې واخېست او باالاخره لانجه جان کېري حل کړه.

طالبان یوه خبره، یو عمل او یو فکر پر وړي او د خپل امیر ټاکل ورته ستونزمن نه دي. دولت او ملاتړي یې داسې فکر کوي، چې ګوندې د نوموړي شهیدو سره به دغه ډله وپاشل شي او موږ به د ارام خوب وکړ؛ خو دغه خبره یواځې خیال دی او هېڅکله به په حقیقت بدله نشي.

که چېرې احیاناً ملا اختر محمد منصور شهید شوی وي، نو دغه ډله به نوی امیر وټاکي او په امریکا او په پلویانو به یې بیا ځمکه تنور کړي.

د ملا محمد عمر مجاهد (رح) د مرګ وروسته هم امریکا او افغان دولت فکر کوو، چې طالبانو زور او قوت به کمزوری شي او کېدای شي دغه ډله (الله مه کړه) له منځه ولاړه شي؛ خو موږ وکتل چې د نوموړي د مرګ وروسته دغه ډله نوره هم پیاوړې شوه او داسې خونړي بریدونه یې وکړل، چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړه.

د طالبانو تحریک د یوه او یو څو کسانو پورې محدود نه دی، چې د یو تن په لرې کېدو او یا مړ کېدو به دغه تحریک له منځه ولاړ شي او یا به کمزروی شي، بلکې طالبان فکر دی او فکر په پېړیو هم له منځه نه ځي او امریکا او پلویان دې نه خوشحالي کوي.

دغه فکر به ژوندی وي او تر هغه وخته به ژوندی وي، چې تر څو یې ددوی ټغر ټول کړی نه وي او په افغانستان کې یو سوچه اسلامي نظام نه وي راغلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button