د طالبانو نوی مشر شیخ مولوي هیبت الله اخندزاده صاحب څوک دی؟

لنډه پيژندنه
د طالبانو نوی مشر چې شاوخوا ۴۷ کاله عمر لري، د مولوی عبد الستار اخندزاده صاحب زوی، د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په قوم نورزی دی. هیبت الله اخندزاده د ژوند اکثره برخه په کندهار ښار کې تیره کړې ده.
هغه د هیواد دننه په مختلفو مدارسو کې دیني درسونه لوستي. د دې ترڅنګ یې په ګاونډي هیواد پاکستان کې د افغان مهاجرکیمپونو کې پر ځینو افغاني علماؤ سبقونه ویلي دي. نوموړی یو وتلی فقیه او ځیرک عالم دی. ویل کیږي چې د سیاسي درایت ترڅنګ په «جهادي چارو» کې پخه تجربه لري.
د روسانو د تیري پر مهال یې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره یو ځای په یوه جبهه کې، چې مشریې د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال د سرپرستې شوری مرستیال ملا محمد حسن اخند کوله ؛ د روسانو په مقابل کې وسلهوال جهاد کړی.
شیخ مولوي هیبت الله اخندزاده تنظیمي اړیکه د مرحوم مولوي محمد یونس خالص له اسلامي حزب سره لرله.
نوموړي د طالبانو د امارت پرمهال د نظامي محاکمو د عمومي رئیس په توګه دنده اجراء کړې، او ۲۰۰۱میلادي کال د امریکا له یرغل وروسته چې د طالبانو امارت سقوط شو نو د طالبانو د نويو تشکیلاتو په ترڅ کې بیا هم د محاکمو عمومي رئیس وټاکل شو.
د طالبانو د تحریک مؤسس ملا محمد عمر مجاهد تر وفات وروسته د ملا اختر محمد منصور مرستیال وټاکل شو.
نن (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه) د طالبانو رهبري شوری د یوې غونډي په ترڅ کې نوموړی د طالبانو د نوي امیر په توګه غوره کړ.
یاده دي وي چې څو ورځي وړاندي د امریکا د بي پیلوټه الوتکي د برید په پایله کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په نښه شو . چې نن یې طالبانو رسمًا وژنه تائید او شیخ مولوی هیبت الله اخندزاده صاحب یې د نوي امیر په توګه غوره کړ . طالبانو سراج الدین حقاني او د طالبانو د پخواني امیر او مؤسس ملا محمد عمر مجاهد زوی مولوی محمد یعقوب یې مرستیالان وټاکل شول.



