د طالبانو نوي مشر ته

م، نجم الرحمن (فضلي)

دا ده بالاخر وامو آوريدل چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په رښتيا له دې فاني نړۍ رخصت او د تل لپاره يې مخه ښه وکړه، الله تعالی دې يې جنت الفردوس په نصيب کړي آمين.

دا چې اوس طالبانو د شيخ هبة الله اخندزاده په نام خپل نوی مشر ټاکلی او د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد زوی ملا يعقوب او ملا سراج الدين حقاني يې د ده لپاره دوه مرستيالان ټاکلي غواړم چې د طالبانو نوی مشر ته څو کرښي وکاږم

دا چې تاسو له يوه پلوه د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وارث او له بله پلوه د يو داسې چا ځای ناستي شوی چې له پيله تر نن ورځې يې مسلمانانو ته عجيب او غريب تاريخ پريښود، مفسدانو، کافرانو او د نړۍ طاغوتي ځواکونو او ملګريو ته يې له عبرتونو ډک درسونه ورکړل، او د خپل ګران هيواد په ولس يې تر اخيري سلګۍ د شفقت او مرحمت لاسونه نيولي وو، تاسو هم بايد د هغو په قدم قدم کيږدی، په پوره ډول د هغو لار تعقيب کړی، او لاندنيو څو کرښو ته هم په پوره ډول متوجه وه اوسی :

۱ : له هر څه مخکې تاسو بايد له هر ډول قومي، ژبني او نورو تعصوبونو څخه ځان وساتی، د دنيا په هر کونج کې مسلمان ورور وګڼی، د انډيوالي پاللو پر ځای مسلماني وپالی، او مخکې له دې چې د يو چا په هکله بشپړ سپيناوی نه وي شوی پريکړه ونکړی.

۲ : دا چې د نړۍ ټول کفري ځواکونه او مرتد ملګري يې په پوره ډول متوجه دي او خپله ټوله شتمني يې د اسلام او مسلمانانو د له منځه وړو لپاره مصرف کړي او مصرف کوي يې، پرمختللي وسايل او جاسوسي آلات يې په فراخه پيمانه په کار اچولي، تاسو هم له ډيرې زياتې زيرکتيا او هوښياري څخه کار واخلی، خپل عکس ميډيا ته مه ورکوی او خپل غږ هم حتی الامکان ثبت نکړی، دا د ډار کومه خبره نه ده، دا احتياط ده او له علاج څخه احتياط غوره دی.

۳ : په ښه فراخه سينه او سړو دماغو خپل کار پر مخ روان کړی، له ملګرو سره له انتهائي شفقت او مهرباني څخه کار واخلی، د ملګرو لپاره مهربان او پر دښمنانو هيبت شی.

۴ : لکه څرنګه چې زمونږ او ستاسو عقيده ده چې په تقدير کې څه ليکل شوي هغه به پښيږي، لهذا ټول کارونه الله ته وسپاره، او د خپل بندګي وس مطابق خپل کارونه پرته له کومې ويرې او خطره پر مخ روان کړه.

۵ : لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده چې ولسونه يوازې او يوازې همدغې مسلمانې ډلې (طالبانو) ته د انتظار شپې صبا کوي او همدغه طالب جان ته يې د کاميابي لاسونه لپه کړي او د آسمان لور ته د دعاګانو قافلې استوي، خدای تعالی مهربان او غيور ذات دی يوه ورځ به د دوی دعاګانې، د طالب جان او نورو مجاهدينو بالخصوص د ارمانجن منصور صاحب وينې رنګ راوړي، او د تير په څير د هيواد سپيڅلی شمال به بيا سپين بيرغ ورپوي، لهذا د ولسونو اميد، د طالب جان او مجاهدينو وينو ته ډيره پاملرنه پکار ده.

۶ : لکه څرنګه چې قرآن او محمدي شريعت مونږ ته د کافرانو او مرتدينو علاج يوازې او يوازې د دوی پر سرونو ويشتل ښودلي، لهذا په جهادي تګلاره ټينګ اوسيدل پکار دي، او د دښمن هر ډول مکر او فريب ته پوره زيرک اوسيدل پکار دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button