شیر محمد عباس ستانکزي د خپل دفتر د ټولو ملګرو په نیابت د طالبانو له نوي مشرتابه سره بیعت وکړ

کابل ټکی کام ۰۵غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسئول شیر محمد عباس ستانکزي د خپلو ټولو ملګرو په نیابت سره د طالبانو له نوي مشرتابه شیخ هبت الله اخونزاده سره بیعت کړی دی، چې یوه کاپي یې کابل ټکي کام هم ترلاسه کړې ده.
نن طالبانو رسماً تأیید کړه، چې ملا اختر محمد منصور اخوند وژل شوی دی، او خپل نوی مشرتابه یې شیخ هبت الله اخونزاده ټاکلی دی.
د طالبانو له نوي مشرتابه سره چې دا مهال بیعتونه او د ملا اختر محمد منصور اخوند د وژل کېدو په اړه تعزیتونه طالبانو ته وړاندې کیږي، چې کابل ټکي کام یې هم د ترلاسو شویو کاپیانو خپرولو ته چمتووالی نیولی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسئول شیر محمد عباس ستانکزي لومړی د ملا اختر محمد منصور اخوند د وژل کېدو تسلیت د هغې کورنۍ، د طالبانو نوي مشرتابه، ټولو مشرانو او ولس ته وړاندې کړی دی، او هغه ته یې له الله تعالی څخه د جنت الفردوس غوښتنه کړې ده.
شیر محمد عباس ستانکزي د ملا اختر محمد منصور اخوند ستاینه کړې ده، او د هغه کړي خدمتونه یې په تاریخ کې یو «ویاړمن او زرین باب» بللی دی.
شیر محمد عباس ستانکزي د خپل دفتر د ټولو ملګرو په نیابت سره د طالبانو د نوي مشرتابه شیخ هبت الله اخونزاده سره بیعت کړی دی، او ژمنه یې کړې ده، چې خپلو هلو ځلو ته به د پخوا په څېر دوام ورکوي.
کابل ټکی کام د شیر محمد عباس ستانکزي دغه بیعت لیک د اهمیت له کبله کټ مټ نشر ته سپاري.
بیعت لیک:

بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم و علی آله و اصحابه اجمعین.
اما بعد: قال الله تعالی : ( وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ… ) سورة آل عمران. ۱۰۳.
د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام ته!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
زه او د سیاسي دفتر ملګري د اسلامي امارت د نوي امیر شیخ هیبت الله آخندزاده صاحب سره بیعت کوو، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې په ټولو امورو کې تر خپله وسه اطاعت کوو، او د حق پالنې په لاره کې له خپله طرفه ډاډ ور کوو.
له الله جل جلاله څخه غواړو چې د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او ساتلو، او د اسلامي نظام د قیام د لوړ هدف لپاره له مونږ ټولو سره نصرت او مرسته وکړي. آمین.
شیر محمد عباس ستانکزی
د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤول
۲۰۱۶ / ۵ / ۲۵